ads

نادعلي كې ۸۰۰ تازه دمي افغان سرتېري عمليات پيلوي

د هلمند چارواكي وايي، ډېر ژر به په نادعلي ولسوالۍ كې اته سوه تازه دمي افغان سرتېري د وسله والو پر ضد جګړه ييز عمليات پيل كړي.د هلمند د والي وياند عمر ځواك په دې اړه كليد ته وويل، يو شمېر سرتېري بيګا ماښام رسېدلي او څه به نن د عملياتو د پيل لپاره ځانونه […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1395
نادعلي كې ۸۰۰ تازه دمي افغان سرتېري عمليات پيلوي

د هلمند چارواكي وايي، ډېر ژر به په نادعلي ولسوالۍ كې اته سوه تازه دمي افغان سرتېري د وسله والو پر ضد جګړه ييز عمليات پيل كړي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك په دې اړه كليد ته وويل، يو شمېر سرتېري بيګا ماښام رسېدلي او څه به نن د عملياتو د پيل لپاره ځانونه نادعلي ته ورسوي.
د ځواك په خبره په نادعلي كې دا مهال ټولې له لاسه وتلې سيمې بېرته افغان ځواكونو نيولي او په تېرو دريو ورځو كې له طالبانو ډېره پاتې شوې وسله هم د افغان ځواكونو لاسته ورغلې ده. د هلمند چارواكي وايي، ډېر ژر به په نادعلي ولسوالۍ كې اته سوه تازه دمي افغان سرتېري د وسله والو پر ضد جګړه ييز عمليات پيل كړي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك په دې اړه كليد ته وويل، يو شمېر سرتېري بيګا ماښام رسېدلي او څه به نن د عملياتو د پيل لپاره ځانونه نادعلي ته ورسوي.
د ځواك په خبره په نادعلي كې دا مهال ټولې له لاسه وتلې سيمې بېرته افغان ځواكونو نيولي او په تېرو دريو ورځو كې له طالبانو ډېره پاتې شوې وسله هم د افغان ځواكونو لاسته ورغلې ده.
بلخوا د نادعلي اوسېدونكي وايي، په سيمه كې جګړه لا هم روانه ده او خلك نه شي كولى په خپلو كورنو كې پاتې شوي د اړتيا وړ توكي راوباسي.
خو عمر ځواك بيا وايي، د نادعلي او مارجې جګړه ځپلو او بې ځايه شويو كورنيو ته د مرستې رسولو لپاره يو كميسيون جوړ شوى او ډېر ژر به دوى ته بېړنۍ مرستې ورسول شي.
نادعلي ته د تازه سرتېرو د لېږلو خبره په داسې حال كې كېږي چې په تېره درې ورځنۍ جګړه كې  د چهار راهي ميرزا، زرغون كلي، خوشال كلي، شينه كلي او سيد اباد ټول ماموريتونه او د افغان ځواكونو پوستې طالبانو نيولې وې، خو اوس افغان ځواكونه په دغه ولسوالۍ كې د لاسته راوړنو خبره كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA