وسله والو طالبانو پرون په يوه صحرايي محكمه كې د سرپل ولايت په كوهستانونو ولسوالۍ كې يوه ۱۹ كلنه نجلۍ په ډزو وژلې ده.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني په دې اړه كليد ته وويل، د ازاده په نوم دغه ۱۹ كلنه نجلۍ څو ورځې وړاندې خپل ورور د سرپل له امن كور څخه را ايستلې او پرون سهار لومړى د خپل ورور له لوري او بيا د طالبانو له لخوا په ډزو ويشتل شوې ده.

د ازاده په نوم دغې نجلۍ دوه مياشتې وړاندې د كورني تاوتريخوالي له كبله كور پريښى و او د سرپل امن كور ته يې پناه وړې وه، خو څو ورځې وړاندې له امن كور څخه خپل ورور او خپلوانو يې په ضمانت بېرته كور ته بيولې وه.
د سرپل كوهستانونو ولسوالي هغه ناامنه سيمو كې راځي چې له لسو مياشتو راهيسې پرې طالبانو خپل نفوذ ټينګ كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ