د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ په زيړي بابا او پاس زيړي سيمو کې تېره ورځ ناوخته د هوايي او ځمکني بريدونو په ترڅ کې ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د پچيراګام ولسوالۍ په زيړي بابا سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد په ترڅ کې د مولوي قيام الدين ډلې اړوند ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول . د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ په زيړي بابا او پاس زيړي سيمو کې تېره ورځ ناوخته د هوايي او ځمکني بريدونو په ترڅ کې ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د پچيراګام ولسوالۍ په زيړي بابا سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد په ترڅ کې د مولوي قيام الدين ډلې اړوند ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول .
د سرچينې په وينا، د يادې ولسوالۍ په پاس زيړي سيمه کې د ځمکني بريد په ترڅ کې د قاري احسان الله او سيداجان ډلې اړوند ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول .
سرچينه زياتوي، چې په ترسره شوو بريدونو کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته کوم زيان نه دى اوښتى .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


