ads

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې تعقيبوي

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوعاتو د حل او کموالي په هدف يې له عامې روغتيا، کورنيو چارو او ښځو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.د دغې ادارې مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه څرګندونې […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1395
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې تعقيبوي

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوعاتو د حل او کموالي په هدف يې له عامې روغتيا، کورنيو چارو او ښځو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.
د دغې ادارې مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه څرګندونې پرون د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده د يادو ادارو له استازو او په کابل کې د ترکيې له سفير سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوعاتو د حل او کموالي په هدف يې له عامې روغتيا، کورنيو چارو او ښځو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.
د دغې ادارې مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه څرګندونې پرون د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده د يادو ادارو له استازو او په کابل کې د ترکيې له سفير سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي.
نوموړې دغه راز ويلي، واليانو ته يې امر کړى، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي هره قضيه دې په جدي ډول تعقيب او رپوټ دې يې مرکز سره شريک کړي او دغه راز يې د واليانو په مشرۍ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي ولايتي کمېټې هم جوړې کړې دي.
د يادولو وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو رپوټونه زيات شوي، چې د شمالي ولايتونو وروستۍ ځينې پېښې يې ډېرې اندېښمنوونکې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA