ads

جوزجان: افغان هوايي ځواك په قوش تېپه كې ۲۰۰ كلابند سرتېري وژغورل

د جوزجان چارواكي وايي، له څو ورځو راهيسې د دې ولايت په قوش تېپه كې محاصره شوي ۲۰۰ افغان سرتېري يې د هوايي ځواك په مرسته له كلابندۍ ژغورلي دي.د چارواكو په وينا، دغه سرتېري پرون مازيګر ۴ بجې د هوايي ځواك په مرسته له محاصرې ايستل شوي او وروسته افغان ځواكونو بمبارۍ هم كړې […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1395
جوزجان: افغان هوايي ځواك په قوش تېپه كې ۲۰۰ كلابند سرتېري وژغورل

د جوزجان چارواكي وايي، له څو ورځو راهيسې د دې ولايت په قوش تېپه كې محاصره شوي ۲۰۰ افغان سرتېري يې د هوايي ځواك په مرسته له كلابندۍ ژغورلي دي.
د چارواكو په وينا، دغه سرتېري پرون مازيګر ۴ بجې د هوايي ځواك په مرسته له محاصرې ايستل شوي او وروسته افغان ځواكونو بمبارۍ هم كړې دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري كليد ته وويل، دغه ۲۰۰ افغان سرتېري له تېرو دوه ورځو راهيسې كلابند وو، خو پرون مازيګر د افغان هوايي ځواك د بمبارۍ په پايله او د كمانډو ځواكونو په عملياتو كې د محاصرې له ځايه ايستل شوي دي. د جوزجان چارواكي وايي، له څو ورځو راهيسې د دې ولايت په قوش تېپه كې محاصره شوي ۲۰۰ افغان سرتېري يې د هوايي ځواك په مرسته له كلابندۍ ژغورلي دي.
د چارواكو په وينا، دغه سرتېري پرون مازيګر ۴ بجې د هوايي ځواك په مرسته له محاصرې ايستل شوي او وروسته افغان ځواكونو بمبارۍ هم كړې دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري كليد ته وويل، دغه ۲۰۰ افغان سرتېري له تېرو دوه ورځو راهيسې كلابند وو، خو پرون مازيګر د افغان هوايي ځواك د بمبارۍ په پايله او د كمانډو ځواكونو په عملياتو كې د محاصرې له ځايه ايستل شوي دي.
د غفوري په وينا، په عملياتو كې ۶۰ وسله وال وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA