جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د استرالیا د نوي سفیر باورلیک نن له غرمې مخکې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، جمهور رئیس، ریچارډ فیکس ته په دغه نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه. جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د استرالیا د نوي سفیر باورلیک نن له غرمې مخکې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، جمهور رئیس، ریچارډ فیکس ته په دغه نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
محمد اشرف غني، افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول انکشافي او نظامي برخه کې د اسټرالیا له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.
ورپسې د اسټرالیا نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په پيلولو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان جمهور رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو د لا پياوړتیا په ځانګړي ډول انکشافي ډګر کې به د هغه هېواد د همکاریو د دوام په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.


