ترکيې امريکا ته خبردارى ورکړى، چې د فتح الله ګولن د نه سپارلو په صورت کې به يې له امريکا سره اړيکې خرابې شي.
دغه خبردارى د ترکيې د پارلمان څلور کسيز پلاوي په امريکا کې د ترکيې په سفارت کې خبريالانو سره د خبرو په مهال وركړى دى.
دوى په ټينګار سره له امريکا غوښتي، چې د ناکامې کودتا تنظيموونکى په امريکا کې مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن دې دوى ته وسپاري.
په ورته وخت کې بيا د امريکا د لوى درستيزانو د کمېټې مشر د ترکيې له لومړي وزير سره په خبرو کې يو ځل بيا ترکيه خپل نيږدې ملګرى هېواد بللى دى. ترکيې امريکا ته خبردارى ورکړى، چې د فتح الله ګولن د نه سپارلو په صورت کې به يې له امريکا سره اړيکې خرابې شي.
دغه خبردارى د ترکيې د پارلمان څلور کسيز پلاوي په امريکا کې د ترکيې په سفارت کې خبريالانو سره د خبرو په مهال وركړى دى.
دوى په ټينګار سره له امريکا غوښتي، چې د ناکامې کودتا تنظيموونکى په امريکا کې مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن دې دوى ته وسپاري.
په ورته وخت کې بيا د امريکا د لوى درستيزانو د کمېټې مشر د ترکيې له لومړي وزير سره په خبرو کې يو ځل بيا ترکيه خپل نيږدې ملګرى هېواد بللى دى.
امريکا ويلي، که ثابته شي، چې ګولن په ناکامه کودتا کې دخيل و، نو په اړه به يې تصميم ونيسي.
څو اونۍ وړاندې يوه ډله پوځي جنرالانو په تركيه كې د ناکامې کودتا هڅه وکړه، چې جمهور رئيس رجب طيب اردغان يې پړه پر تبعيد شوي فتح الله ګولن واچوله.
ګولن دا مهال په امريکا کې اوسېږي او په ترکيه کې لسګونه زره پلويان لري.


