ads

پکتيا کې د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې کموالی راغلی

په پكتيا ولايت كې د تېر کال په پرتله سږ کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵۶ فيصده کموالى راغلى دى.د پکتيا ولايت مقام رسنيو دفتر له لوري کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې په جنوب ختيځ زون كې د يوناما دفتر د بشري حقونو د څانګې مشر […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1395
پکتيا کې د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې کموالی راغلی

په پكتيا ولايت كې د تېر کال په پرتله سږ کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵۶ فيصده کموالى راغلى دى.
د پکتيا ولايت مقام رسنيو دفتر له لوري کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې په جنوب ختيځ زون كې د يوناما دفتر د بشري حقونو د څانګې مشر بيکرم تولدار د پکتيا والي نصرت الله ارسلا سره په ناسته کې وکړې.
نوموړي زياته کړه، تېر کال په پکتيا کې د بېلابيلو امنيتي پېښو له كبله ۱۳۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې له ښه مرغه سږ کال دغه شمېر۶۰ تنو ته رسېږي. په پكتيا ولايت كې د تېر کال په پرتله سږ کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵۶ فيصده کموالى راغلى دى.
د پکتيا ولايت مقام رسنيو دفتر له لوري کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې په جنوب ختيځ زون كې د يوناما دفتر د بشري حقونو د څانګې مشر بيکرم تولدار د پکتيا والي نصرت الله ارسلا سره په ناسته کې وکړې.
نوموړي زياته کړه، تېر کال په پکتيا کې د بېلابيلو امنيتي پېښو له كبله ۱۳۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې له ښه مرغه سږ کال دغه شمېر۶۰ تنو ته رسېږي.
د هغه په وينا، په ياد ولايت کې ملکي خلکو ته ۵۶ فيصده مرګ ژوبله د وسله والو طالبانو له خوا اوښتې او په دغه برخه کې يې د يوناما اندېښنه هم شريکه کړه.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په دې ولايت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې په راټيټېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، امنيتي مسوولينو سره يې په دوامداره ناستو کې هغوى ته تل سپارښتنه کړې، چې د عملياتو په وخت د ملکي خلکو سر او مال ته ډېره پاملرنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA