په ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د سولې په نوم څېړنيز مرکز د امريکا د سولې انسټيټيوټ په مالي همکارۍ جوړ شو.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر کليد ته په راستولې خبرپاڼه کې ويلي، چې يا مرکز پرون رسماً پرانيستل شو.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل د ياد څېړنيز مرکز پرانيستل د پوهنتون لپاره په علمي ډګر کې يوه ستره لاسته راوړنه ياده کړه .
نوموړي زياته کړه، تردې وروسته به د دغه څېړنيز مرکز په مټ د دې پوهنتون په پنځو پوهنځيو ( شرعيات، ادبيات، ژورناليزم، ښوونې او روزنې او حقوقو) کې سوله د يو مضمون په توګه تدريس کېږي . په ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د سولې په نوم څېړنيز مرکز د امريکا د سولې انسټيټيوټ په مالي همکارۍ جوړ شو.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر کليد ته په راستولې خبرپاڼه کې ويلي، چې يا مرکز پرون رسماً پرانيستل شو.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل د ياد څېړنيز مرکز پرانيستل د پوهنتون لپاره په علمي ډګر کې يوه ستره لاسته راوړنه ياده کړه .
نوموړي زياته کړه، تردې وروسته به د دغه څېړنيز مرکز په مټ د دې پوهنتون په پنځو پوهنځيو ( شرعيات، ادبيات، ژورناليزم، ښوونې او روزنې او حقوقو) کې سوله د يو مضمون په توګه تدريس کېږي .
دغه راز د ياد پروګرام مسوول شاه محمود مياخېل وويل، تردې وړاندې يې د سولې څېړنيز مرکز په هرات پوهنتون کې پرانيست، چې مثبتې پايلې يې درلودې.
نوموړي زياته کړه، محصلينو ته د نورو لوړو زده کړو ترڅنګ د سولې په تړاو روحيه ورکول اړينه ده، چې په وينا يې د دې مرکز په پرانيستو سره به د ننګرهار پوهنتون د پنځو پوهنځيو سلګونه محصلين د سولې په تړاو عملي او نظري زده کړې حاصلې کړي .


