د لغمان مرکز مهترلام ښار کې ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان كړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د مهترلام ښار اړوند عصمت چوک سيمه کې د پوليسو په رېنجر موټر پورې نښلول شوى مقناطيسي ماين چاودلى دى.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې له كبله پوليسو ته زيان نه دى اوښتى، خو څلور ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.
تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ