ads

په جرمني: د اردغان د تركي پلويانو او مخالفينو لاريونونو كې اخ و ډب شوى

رپوټونه وايي، په جرمني کې د ترکيې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د زرګونو پلويانو له خوا لاريون ترسره شوى دى.په همدې حال کې بيا د جمهور رئيس اردوغان مخالفينو هم لاريون کړى، چې د دواړو خواوو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوى.پوليسو ويلي، چې د اخ و ډب مخه يې تر ډېره […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1395
په جرمني: د اردغان د تركي پلويانو او مخالفينو لاريونونو كې اخ و ډب شوى

رپوټونه وايي، په جرمني کې د ترکيې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د زرګونو پلويانو له خوا لاريون ترسره شوى دى.
په همدې حال کې بيا د جمهور رئيس اردوغان مخالفينو هم لاريون کړى، چې د دواړو خواوو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوى.
پوليسو ويلي، چې د اخ و ډب مخه يې تر ډېره نيولې، خو يو شمېر کسان په کې ټپيان شوي دي.
ياد لاريونونه د جرمني په کولون ښار کې پرون شوي دي. رپوټونه وايي، په جرمني کې د ترکيې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د زرګونو پلويانو له خوا لاريون ترسره شوى دى.
په همدې حال کې بيا د جمهور رئيس اردوغان مخالفينو هم لاريون کړى، چې د دواړو خواوو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوى.
پوليسو ويلي، چې د اخ و ډب مخه يې تر ډېره نيولې، خو يو شمېر کسان په کې ټپيان شوي دي.
ياد لاريونونه د جرمني په کولون ښار کې پرون شوي دي.
سلګونو لاريون کوونکو د ترکيې بيرغونه له ځانونو سره لېږدول او شعارونه يې ورکول، چې دوى د جمهوريت او ډيموکراسۍ پلويان دي.
لاريون کوونکو دغه راز وغوښتل، چې ناکامه کودتا کوونکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې څو اونۍ وړاندې په ترکيه کې يوه ډله جنرالانو د ناکامې کودتا هڅه وکړه، چې ترې وروسته شاوخوا ۱۸۰۰۰ تنه نيول شوي او د عامه سکټور په برخه کې له ۶۰ زرو ډېر کسان له دندو ګوښه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA