ads

پر ښځو تاوتريخوالى د كمېدو پر ځاى په ډېرېدو دى

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه بنسټیزه، داخلي او ټولنیزه ستونزه ده چې شاید له پېړیو را په دې خوا زموږ په هېواد کې شتون لري، ځکه زموږ په ټولنه کې دغه انسان ‌وژونکې او ترخه پدیده نوې خبره نه ده، بلکې زموږ په فرهنګ او ټولنیز جوړښت کې ریښه لري.د ځینو په وینا، مخکې […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1395
پر ښځو تاوتريخوالى د كمېدو پر ځاى په ډېرېدو دى

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه بنسټیزه، داخلي او ټولنیزه ستونزه ده چې شاید له پېړیو را په دې خوا زموږ په هېواد کې شتون لري، ځکه زموږ په ټولنه کې دغه انسان ‌وژونکې او ترخه پدیده نوې خبره نه ده، بلکې زموږ په فرهنګ او ټولنیز جوړښت کې ریښه لري.
د ځینو په وینا، مخکې کلونو کې هم تاوتریخوالي شتون درلود، خو په پراخه کچه رسنۍ موجودې نه وې، ځکه خو خلک ترې نه خبرېدل او اوس چې رسنۍ زیاتې شوې دي، زیاتره دا قضیې څرګندېږي او د خلکو تر غوږونو رسېږي.
زموږ اصلي بحث دا دی چې ولې دا تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي او په شدید ترین شکل تاوتریخوالی د ښځو او نجونو په وړاندې راڅرګندېږي.
د بشري حقونو خپلواك کمسیون او د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونو د روان ۱۳۹۵ کال له پیله تراوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت كړې دي. د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه بنسټیزه، داخلي او ټولنیزه ستونزه ده چې شاید له پېړیو را په دې خوا زموږ په هېواد کې شتون لري، ځکه زموږ په ټولنه کې دغه انسان ‌وژونکې او ترخه پدیده نوې خبره نه ده، بلکې زموږ په فرهنګ او ټولنیز جوړښت کې ریښه لري.
د ځینو په وینا، مخکې کلونو کې هم تاوتریخوالي شتون درلود، خو په پراخه کچه رسنۍ موجودې نه وې، ځکه خو خلک ترې نه خبرېدل او اوس چې رسنۍ زیاتې شوې دي، زیاتره دا قضیې څرګندېږي او د خلکو تر غوږونو رسېږي.
زموږ اصلي بحث دا دی چې ولې دا تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي او په شدید ترین شکل تاوتریخوالی د ښځو او نجونو په وړاندې راڅرګندېږي.
د بشري حقونو خپلواك کمسیون او د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونو د روان ۱۳۹۵ کال له پیله تراوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت كړې دي.
د ښځو چارو وزارت د راپور پر بنسټ، د کال د لومړۍ ربعې د تاوتریخوالي ۲۲۹ بېلابېلې پېښې د دې وزارت د اړوندو مسوولینو له خوا ثبت شوې دي.
د کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په بلخ ولایت کې ۱۲۰، په غزني کې ۱۲۳، په ننګرهار کې ۲۶، په هلمند کې ۲۸ او همدا شان په نورو ولایتونو کې هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.
یوازې د سږ كال په تېرو يوه يوه نيمه مياشت کابل ښار کې د تېزاب شیندلو پېښه، د ورور له خوا د خپلې خور د وژلو پېښه، په تخار كې له خپلې مېرمنې د جنسي اعضاو پرې كولو پېښه، د يوې اتلس كلنې پېغلې مرموزه وژنه، په فارياب كې د خپل خسر لخوا د مرورې شوې نږور وژنه، د څوارلس کلنې زهرا د سوځولو پېښه او دې ورته لسګونه نورې پېښې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې، یادولی شو چې له بده مرغه عاملینو ته یې لکه څنګه چې لازمه ده یا خو سزا نه ده ورکړل شوې او یا خو اصلاً نيول شوي نه دي.
همدا شان له ښځو سره د ټولنې تبعیضي چلند، د دوی پر ټولنیزو ګټورو فعالیتونو ناوړه اغېز ښندلی دی. په ډېرو مواردو کې په روزنیزو او ښوونیزو مرکزونو کې نجونې او ځوانې ښځې، د ښځینه ‌توب له كبله له ډېرو ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي او ځینې یې ان د زده ‌کړو خوشې کولو ته اړې کېږي، خو کله هم چا د دوی د غږ اورېدو هڅه نه ده کړې. په كورنيو كې هم د ښځو په حق کې د بې‌ شمېره ناخوالو او جنایتونو لیدونکي یو، لکه څنګه چې دغه تاوتریخوالى او له تبعیض څخه ډک چلند ځینې نارینه‌ خپل حق ګڼي، له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ښځې د دغو نابرابریو اصلي قربانیانې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د ۱۳۹۴ کال شمېرې ښیي چې د جنسیتي تبعیض له كبله د کورني تاوتریخوالي اکثره قضیو ته چې ښځې یې اصلي قربانیانې دي، د حقوقي بنسټونو له لوري جدي پام نه کېږي او سیمه ‌ییزو مشرانو ته چې ښځو ته دودیز فکر لري، راجع کېږي. که څه هم د هېواد په نافذه قوانینو کې د ښاریانو ټول حقونه هم د ښځو او هم د نارینه ‌وو یو شان تعریف شوي دي، خو ښځې هېڅکله هم له دغو حقونو څخه یو شان نه برخمنې کېږي.
زموږ د ټولنې يوه بدبختي دا ده چې ښځې ته تل د دوهم جنس په سترګه كتل كېږي او تل د كورنيو او ټولنيزو ستونزو په رامنځته كېدو كې تر نارينه وو، ډېره پړه بلل کېږي. ډېر ځله دا ليدل شوي چې په يو زيات شمېر كورنيو كې که کله هم د كورنۍ نارينه غړی له كومې ستونزې سره مخ شي، نو بيا ښځه تر فشار لاندې نيسي. همدارنګه د سوځېدنې په پېښو كې هم ډېری متضررې ښځې دي چې د کورنیو د ډېرو ظلمونو له کبله ځان سوځونه کوي.
نو د ښځو قربانۍ ورکونې، په عدلي او قانوني بنسټونو كې د بې عدالتيو او د ټولنې په کچه د هغوی په وړاندې تبعیض له كبله اړتیا ده، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون چې کولی شي خپلو ښاري حقونو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي، په ټولنه کې د یوه خپلواک قانون په توګه تطبیق شي.
زموږ د ټولنې د وروسته پاتې سیمو نجونې بیا کله چې د دوو کورنیو ترمنځ بدي یا دښمني رامنځته کېږي، نو په بدو کې ورکول کېږي او پرته له دې چې د هغوی عمر ته پاملرنه وشي، د ډېر عمر او یا هم د ښځې او ماشومانو لرونكي سړي ته ودېږي او یا هم د کلي د مشرانو او سپین ږیرو د پرېکړې پر بنسټ یوه ډېر وړوکي ماشوم ته په نکاح ورکول کېږي، دا ټول هغه بې ځایه دود او دستورونه دي چې د وګړو د بې سوادۍ او ناپوهۍ له کبله په ټولنه کې له کلونو، کلونو را په دې خوا پر ځای پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA