ads

هند، په سعودي كې د خپلو زرګونه كارګرو په اړه اندېښنه لري

هندي چارواکي وايي، په سعودي عربستان کې د لسګونه زره هندي کارګرانو په اړه اندېښمن دي.په سعودي عربستان کې زرګونه هندي کارګران له دندو ګوښه شوي او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج وويل، چې دوى به د الوتکو له لارې هندي کارګرانو ته غذايي […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1395
هند، په سعودي كې د خپلو زرګونه كارګرو په اړه اندېښنه لري

هندي چارواکي وايي، په سعودي عربستان کې د لسګونه زره هندي کارګرانو په اړه اندېښمن دي.
په سعودي عربستان کې زرګونه هندي کارګران له دندو ګوښه شوي او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج وويل، چې دوى به د الوتکو له لارې هندي کارګرانو ته غذايي مواد او نور اړين توکي ورسوي.
هغې په کويټ کې د هندي کارګرانو وضعيت د ډاډ وړ وباله. هندي چارواکي وايي، په سعودي عربستان کې د لسګونه زره هندي کارګرانو په اړه اندېښمن دي.
په سعودي عربستان کې زرګونه هندي کارګران له دندو ګوښه شوي او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج وويل، چې دوى به د الوتکو له لارې هندي کارګرانو ته غذايي مواد او نور اړين توکي ورسوي.
هغې په کويټ کې د هندي کارګرانو وضعيت د ډاډ وړ وباله.
سعودي عربستان څه موده وړاندې زرګونه هندي کارګران له دندو ګوښه کړل، چې اوس مهال له کرايي کورونو هم ورته د وتلو امر شوى.
تراوسه د يادو کارګرانو له دندو د ګوښه کېدو د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.
په عربي هېوادونو کې ګڼ شمېر هنديان په مختلفو کارونو كې په دندو بوخت دي، چې په دې وروستيو کې له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA