د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه كې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون ډله ييز بريد پاى ته ورسېد.
تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د نارت ګېټ په نوم مېلسمتون باندې لومړى موټر بم ځانمرګى بريد وشو او وروسته دوو وسله والو كسانو له امنيتي ځواكونو سره جګړه پيل كړه.
د كابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي په سيمه كې خبريالانو ته وويل، تر موټر بم ځانمرګي بريد وروسته دوو وسله والو كسانو غوښتل، چې ياد مېلمستون ته داخل شي، خو پوليسو يې مخه ونيوله. د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه كې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون ډله ييز بريد پاى ته ورسېد.
تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د نارت ګېټ په نوم مېلسمتون باندې لومړى موټر بم ځانمرګى بريد وشو او وروسته دوو وسله والو كسانو له امنيتي ځواكونو سره جګړه پيل كړه.
د كابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي په سيمه كې خبريالانو ته وويل، تر موټر بم ځانمرګي بريد وروسته دوو وسله والو كسانو غوښتل، چې ياد مېلمستون ته داخل شي، خو پوليسو يې مخه ونيوله.
د هغه په وينا، وسله وال دغه مېلمستون ته نږدې په يوه سراى كې پټ شوي وو او امنيتي ځواكونو له دې كبله، چې بل چاته زيان ونه رسېږي، له لږ ځنډ وروسته نن سهار درې نيمې بجې عمليات پيل كړل او په لنډ وخت كې يې دواړه بريد كوونكي ووژل.
د هغه په وينا، د نښتې په مهال يو پوليس وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په ياد مېلمستون كې موجودو كسانو ته زيان نه دى رسېدلى: ((د شپې تياره وه، د پهره دارۍ ټاورونه زيات و، پهره داران زيات و، موږ وغوښتل چې څوك ټپيان نه شي، د سهار تر رڼايي پورې مو همداسې كنټرول وساتل، جګړې ته مو پرېنښودل، چې رڼا شوه، په نښته كې دواړه ځانمرګي ووژل شول، د سهار په جګړه كې نه څوك ټپي شوى نه څوك مړ دى، په اوايلو كې چې دوى راغلل دوى يې په دروازه ننوتو ته پرېنښودل چې په نښته كې يو پوليس شهيد او درې نور ټپيان شوي وو.))
وسله والو طالبانو د بريد مسووليت منلى دى او ادعا يې كړې، چې لسګونو بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


