د غزني امنيتي سرچينې وايي، تېره شپه د دې ولایت د مرکز، اندړو، ګیرو او ده یک ولسوالیو په اړوندو کې د وسله والو ګڼ شمېر بریدونه پر شاتمبول شوي چې په ترڅ كې يې د مخالفینو د یوه پاکستاني قومندان په ګډون ۷ وسله والو او ۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولایت له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چي تېره شپه ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو وسله والو د دې ولایت د مرکز، اندړو، ګیرو او ده یک ولسوالیو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وكړل چې بېرته ناكام شوي دي. د غزني امنيتي سرچينې وايي، تېره شپه د دې ولایت د مرکز، اندړو، ګیرو او ده یک ولسوالیو په اړوندو کې د وسله والو ګڼ شمېر بریدونه پر شاتمبول شوي چې په ترڅ كې يې د مخالفینو د یوه پاکستاني قومندان په ګډون ۷ وسله والو او ۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولایت له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چي تېره شپه ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو وسله والو د دې ولایت د مرکز، اندړو، ګیرو او ده یک ولسوالیو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وكړل چې بېرته ناكام شوي دي.
خبرپاڼه د امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل له قوله لیکي، په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو یو پاکستانی قومندان ګل حضرت وزیرستانی له خپلو شپږو کسانو سره د اندړو ولسوالۍ په کنصف او ملا رستم سیمو کې وژل شوي او ګڼ شمېر یې ټپیان شوي دي.
سرچینه دغه راز کاږي چې په نښتو کې دوه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوى او څلور پولیس سرتېري ټپیان شوي، خو ملکي وګړو ته زیان نه دى اوښتی.
بلخوا په غزني کې د ملي اردو د دریمې لوا له مطبوعاتي دفتر څخه بیا کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ځواكونو ځواکونو تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په کنصف او ملارستم سیمو کې د وسله والو د ځپلو په موخه د شفق عملیاتو په چوکاټ کې د (پلنګ تیز چنګ) تر نامه لاندې عملیات پیل کړي، چې په تر څ کې یې تېره شپه شاوخوا نهه بجي نښته هم رامنځته شوې ده.
خبر پاڼه لیکي، چې په یاده نښته کې د وسله والو طالبانو د یوه پاکستاني قومندان ګل حضرت په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي ، ۱۱ وسله وال او د ملي اردو ۲ سرتېري هم ټپیان شوي دي.
خبر پاڼه کاږي چې دغه عملیات به د روانې زمري میاشتې تر۲۲ مې نېټې پورې دوام ولري.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


