د کندهار د ولايتي شورا يو تن غړی د دې ولايت د بريښنا رياست پر مشر تور پورې كوي نوموړى له طالبانو سره اړيكې لري او خپل طالب قومندان ورور يې د ده په امر د كندهار د برېښنا مزي په ډزو ولي، خو د برېښنا رئيس پر ده لګول شوي تورونه ردوي.
د كندهار د ولايتي شوار غړى وايي، د برېښنا د رئيس انجنير سيد رسول باقي يو ورور طالب قومندان دى او هغه له ښاره دباندې د خپل رئيس ورور په دستور د بريښنا پايې په مرميو ولي او ښار ته برېښنا نه راپرېږدي. د کندهار د ولايتي شورا يو تن غړی د دې ولايت د بريښنا رياست پر مشر تور پورې كوي نوموړى له طالبانو سره اړيكې لري او خپل طالب قومندان ورور يې د ده په امر د كندهار د برېښنا مزي په ډزو ولي، خو د برېښنا رئيس پر ده لګول شوي تورونه ردوي.
د كندهار د ولايتي شوار غړى وايي، د برېښنا د رئيس انجنير سيد رسول باقي يو ورور طالب قومندان دى او هغه له ښاره دباندې د خپل رئيس ورور په دستور د بريښنا پايې په مرميو ولي او ښار ته برېښنا نه راپرېږدي.
وفا دغه راز تور پورې كړى چې د برېښنا د رئيس سيدرسول باقي ورور د برېښنا د پايو د تخريب لپاره نه يوازې له خپل ورور نه دستور اخلي بلكې د كجمكي د توربينونو د جوړېدو مخه هم نيسي.
د ده په خبره، د بريښنا رئيس دا كار ځكه كوي چې له دې لارې د بريښنا رياست په عوايدو او پيسو كې اختلاس وكړي: (( زه اسناد پرې لرم، د همدغه رئيس ورور په طالبانو كې لوړ چارواكى دى، طالبانو ويلي چې موږ ته خو همدغه د كندهار د برېښنا رئيس ويلي چې لاينونه پرې كړئ، زه ثبوت او اسناد لرم چې همدغه د كندهار د برېښنا رئيس طالبانو ته په ټليفون وايي، لاينونه قطعه كوه، په طالبانو كې خپل ورور ته دستور وركوي چې لاينونه پرې كړه.))
خو د كندهار د برېښنا رئيس انجنير سيد رسول باقي بيا پر ده لګول شوي تورونه ردوي او په دې برخه كې د اسنادو د وړاندې كولو غوښتنه كوي: (( ته په صفت د يو وكيل اجرائيه كس نه يې، ته بايد هغه كاغذونه چې ته يې لرې، دا مقاماتو ، څارنوالۍ، دولتي مقاماتو او يا ولايت مقام ته په مستند ډول وړاندې كړه، هغه بايد دغه اسناد تفحص او تجسس كړي.))
خو بلخوا ولايت مقام د برېښنا د ستونزې په اړه د عامو خلكو د شكايتونو يادونه هم كوي، خو وايي ولايتي ادارې ته بايد كره اسناد وړاندې شي.
د كندهار د برېښنا پر مشرتابه له طالبانو سره د لاس لرلو تور په داسې حال كې پورې كېږي چې نږدې هره ورځ د كندهار او هلمند په اړوندو سيمو كې د برېښنا لينونه او پايې تخريبېږي او له امله يې كندهار ښار بې برقه كېږي.


