د جوزجان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د پلار له لوري د یوې پېغلې د وژل كېدو خبر ورکوي.
د دې ولایت امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني له کلید سره په خبرو کې وویل، پرون د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یو پلار خپله لور په مرموز ډول په خپل کور کې ووژله، خو قاتل د پوليسو له لوري نيول شوى او دمګړۍ ترې پلټنې روانې دي: (( پېښه په جنايي څانګه كې تر څېړنې لاندې ده، خو تر اوسه د پېښې عوامل نه دي تثبيت شوي چې ولې پلار خپله لور وژلې ده؟)) د جوزجان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د پلار له لوري د یوې پېغلې د وژل كېدو خبر ورکوي.
د دې ولایت امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني له کلید سره په خبرو کې وویل، پرون د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یو پلار خپله لور په مرموز ډول په خپل کور کې ووژله، خو قاتل د پوليسو له لوري نيول شوى او دمګړۍ ترې پلټنې روانې دي: (( پېښه په جنايي څانګه كې تر څېړنې لاندې ده، خو تر اوسه د پېښې عوامل نه دي تثبيت شوي چې ولې پلار خپله لور وژلې ده؟))
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمال زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلي د زیاتېدو په حال کې ده.


