د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د کابل په نهمه ناحيه کې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون د تېرې شپې موټر بم بريد له کبله کابل ته له شماله د وارداتي برېښنا مزي هم پرې شوي دي.
د ياد شرکت وياند وحيدالله توحيدي د پېښې په ځاى کې له کليد سره په خبرو کې وويل، چاودنه دومره زوروره وه، چې د کابل ډېر شمېر سيمې يې د برېښنا د مزو په پرې کولو له برېښنا محرومې کړې دي، خو دى ډاډ ورکوي، چې تر راتلونکو څو ساعتونو به بېرته د برېښنا مزي سره وصل شي او د برېښنا جريان به عادي حالت خپل کړي د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د کابل په نهمه ناحيه کې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون د تېرې شپې موټر بم بريد له کبله کابل ته له شماله د وارداتي برېښنا مزي هم پرې شوي دي.
د ياد شرکت وياند وحيدالله توحيدي د پېښې په ځاى کې له کليد سره په خبرو کې وويل، چاودنه دومره زوروره وه، چې د کابل ډېر شمېر سيمې يې د برېښنا د مزو په پرې کولو له برېښنا محرومې کړې دي، خو دى ډاډ ورکوي، چې تر راتلونکو څو ساعتونو به بېرته د برېښنا مزي سره وصل شي او د برېښنا جريان به عادي حالت خپل کړي: (( د وارداتي ۲۲۰ كيلو واټ لين قطع شوى، د اول جكشن، دريم جكشن او شپږم جكشن او د شمال شرق سب سټيشن ټول برقونه قطع شوي دي، كه د ساحو نومونه واخلم نو د ارزان قيمت، كارته نو، حوت خېل، تره خېلو او د مكرويانونو د يوې برخې، د وزير اكبر خان يوه ساحه، د دارالامان، كارته سه او كارته چهار د ساحو بريښنا پرې ده، يوازې د نغلو د بريښنا نه استفاده كوو، وارداتي بريښنا قطع ده، زموږ همكاران د لاينونو په وصل لګيا دي، او ان شاالله چې تر شپږ اووه كاري ساعتونو پورې به بريښنا بېرته فعاله شي.))
تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د نارت ګېټ په نوم مېلسمتون باندې لومړى موټر بم ځانمرګى بريد وشو او وروسته دوو وسله والو كسانو له امنيتي ځواكونو سره جګړه پيل كړه، چې تر لنډې نښتې وروسته ووژل شول.
د نښتې په مهال يو پوليس هم وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.


