ads

افغانستان ته د رېل عصر راروان دی

داسې ښکاري چې افغانستان ته د رېل پټلۍ دوران راروان دی. د رېل پټلۍ د جوړېدو له پاره په لومړي ځل د شاه امانالله غازي د حکومت پر مهال هڅې شوې دي. ویل کېږي چې په هغه وخت کې لومړنۍ پټلۍ د دارالامان او دهمزنګ تر منځ غځېدلې وه. تر دې وروسته د سردار داوودخان […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1395
افغانستان ته د رېل عصر راروان دی

داسې ښکاري چې افغانستان ته د رېل پټلۍ دوران راروان دی. د رېل پټلۍ د جوړېدو له پاره په لومړي ځل د شاه امانالله غازي د حکومت پر مهال هڅې شوې دي. ویل کېږي چې په هغه وخت کې لومړنۍ پټلۍ د دارالامان او دهمزنګ تر منځ غځېدلې وه. تر دې وروسته د سردار داوودخان تر وخته د رېل پټلۍ د غځولو څه ناڅه هڅې وشوې، خو له دې وروسته ټولې هڅې په ټپه ودرېدې. د جګړو دوام خو د پټلۍ عصر ته د افغانستان د داخلېدو هیلې بیخي له منځه یوړې، مګر اوس کلونه کلونه پس داسې ښکاری چې په افغانستان کې د رېل پټلۍ عصر راروان دی. داسې ښکاري چې افغانستان ته د رېل پټلۍ دوران راروان دی. د رېل پټلۍ د جوړېدو له پاره په لومړي ځل د شاه امانالله غازي د حکومت پر مهال هڅې شوې دي. ویل کېږي چې په هغه وخت کې لومړنۍ پټلۍ د دارالامان او دهمزنګ تر منځ غځېدلې وه. تر دې وروسته د سردار داوودخان تر وخته د رېل پټلۍ د غځولو څه ناڅه هڅې وشوې، خو له دې وروسته ټولې هڅې په ټپه ودرېدې. د جګړو دوام خو د پټلۍ عصر ته د افغانستان د داخلېدو هیلې بیخي له منځه یوړې، مګر اوس کلونه کلونه پس داسې ښکاری چې په افغانستان کې د رېل پټلۍ عصر راروان دی.
په تازه پرمختګ کې په پام کې ده چې جمهور رییس اشرف غني ډېر ژر د ترکمنستان- اقینې رېل پټلۍ پرانسته وکړي. د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي په وینا جمهور رییس غني به په خپله د دغې سترې پروژې د پرانستې په غونډه کې برخه واخلي.  د مرتضوي په وینا د جمهور رییس د دې سفر په ترڅ کې به د رېل پټلۍ د افتتاح تر څنګ له ترکمنستان سره د لاجوردو ټرانزیټي هوکړه لیک هم لاسليک شي. مرتضوي وايي: ((د شانګهای غونډې په څنډه کې د ترکمنستان جمهور رییس د افغانستان جمهور رییس ته بلنه ورکړه چې د اقینې بندر د پرانستلو په هدف ترکمنستان ته لاړ شي، افغانستان لیواله دی چې په بېلابېلو برخو کې له ترکمنستان سره همکاري ولري.))
د رېل دا پټلۍ له ترکمنستان څه پیل او د فاریاب ولایت له اقینې بندر سره نښلي. په دویم پړاو کې دا پټلۍ د ۳۵کیلومترو په اوږدوالي د هغه ولایت اندخوی ښار ته او له هغه وروسته بیا د جوزجان، بلخ او کندوز له ولایتونو څخه تېرېږي او تاجکستان ته اوړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې وزارت ویاند مسافر قوقندي په خبره د دې خط پرانسته له بازار موندنې سره ښه مرسته کولای شي. نوموړی وايي: ((مهمه دا ده چــې افغـانســتـان لــه دوو لارو کــولای شــي له دوو مهمو سوداګريزو ځایونو سره وتړل شي، یو د ترکمنستان له لارې اذربایجان، ګرجستان، ترکیه، کسپین بحیره او اروپا ده او بله لاره یې ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان او چین ده.))

هرات- خواف
د رېل پټلۍ بله مهمه پروژه د هرات- خواف ده. دا هغه مهمه ټرانزیتي لاره ده چې افغانستان له ترکیې، اروپا او په خلیج فارس کې د ایران له بندرونو سره نښلوي.
د دغې رېل پټلۍ د جوړولو چارې په ۱۳۸۵لمریز کال کې پیل شوې. د ایران دولت د ژمنې له مخې په پام کې وه چې د دغې پروژې کارونه په ۱۳۸۷کال کې پای ته ورسېږي، خو تر اوسه چې پر ټاکلې مودې شاوخوا ۸کاله اوښتي، لا هم دا پروژه نه ده بشپړه شوې. دغه پټلۍ به د افغانستان او ايران په ۱۳۰کيلومتره خاوره کې وغځول شي او څلور برخې ده.
د هرات ولایت د فوايد عامې رييس حبيبالله تيموري وايي، د دې پټلۍ د دوو برخو کار په ايران کې پای ته رسېدلی او د درېيمې برخې کار به يې د ايران له ژمنې سره سم ژر پيل شي. تيموري زياتوي: ((درېیمه برخه به يې د ۷۵مليونه ډالرو په لګښت د ايران او نړيوال بانک له لوري جوړه شي او څلورمه برخه به يې د ۴۰مليونه يورو په لګښت د ايټاليا هېواد په مالي ملاتړ سره جوړه شي چې د فواید عامې د انجنيرانو له لوري يې د سروې کار بشپړ شوی دی.))
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد په وينا د دې پټلۍ کار د هرات د غوريان ولسوالۍ له روزنک کلي څخه پيل  او تر هوايي ډګره  بشپړ شوی دی. د هرات- خواف پټلۍ په بشپړېدو سره به د هېواد لویدیځ د لومړي ځل له پاره د رېل پټلۍ خاوند شي. ويل کېږي چې د هرات-خواف پټلۍ له ۱۳۰کيلومتره څخه ۶۰کيلومتره په ايران او ۷۰کيلومتره هم په افغانستان کې غځول کېږي.  د هرات د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې د هرات-خواف پټلۍ د ۱۰۰کيلومتره کار بشپړ شوی دی.

هرات- تورغونډۍ
له بلې خوا په دې وروستیو کې د هرات – تورغونډۍ رېل پټلۍ د سروې چارې هم پیل شوې دي. دا هم له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده. د رېل د دې پټلۍ د سروې چارې به د یو ملیون او ۶۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د نړیوال بانک په مرسته ترسره شي.
د هرات د فوايد عامې چارواکي وايي چې دا پټلۍ به د ترکمنستان له پولې څخه پیل او د ۲۰۰کيلومتره په اوږدوالي به د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسېږي او د کشک کهنه، رباط سنګي، ګلران، انجيل او ګذره ولسواليو څخه به تېره شي.
د هرات ولایت د فوايد عامې رییس انجنیر حبیبالله تيموري وايي چې د دې پټلۍ په غځولو سره به هرات له ترکمنستان او ايران او له هغه ځايه به له منځنۍ اسيا سره وتړل شي. نوموړی زیاتوي: ((د دې ســروې د کــار لــه پــاره لــه يــوه کـانـاډايـي شرکت سره قرارداد شوی، کاناډايي شرکت بايد په شپږو مياشتو کې د يادې سروې کار بشپړ کړي.)) تيموري وړاندې وايي چې د هرات- تورغونډۍ پټلۍ لګښت تر اوسه معلوم نه دی او دا پټلۍ به د هرات-خواف له پټلۍ سره وتړل شي. هرات-تورغونډۍ په هرات کې دويمه پټلۍ ده چې د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د دې پروژې په بشپړېدو سره به دا ولایت په یوه ستر سوداګریز مرکز بدل کړي.

جلال اباد- پېښور
همداراز به د ننګرهار له مرکز جلال اباد څخه تر پېښور پورې هم رېل پټلۍ جوړه شي. ویل کېږي چې دا پټلۍ به د دواړو ښارونو تر منځ د سوداګرۍ په پراختيا ښه اغېزه ولري. د دې پروژې د کارونو د پرمخ بېولو له پاره په کابل کې د عمر په نوم له يوې کمپنۍ سره قرارداد شوی. د کمپنۍ مسوول وحيدالله اورياخېل د خولې خبره ده چې د دغې رېل پټلۍ د جوړېدو چارې به ژر پیل شي. د عمر کمپنۍ مشر او د فوايد عامې وزارت سلاکار مسعود امين دا خبره څه موده مخکې ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال له والي سره مطرح کړې وه. په افغانستان کې د عمر د ودانولو موسسې مشر اورياخېل زیاتوي: ((دغه پټلۍ چې ۱۵۰کیلومتره اوږدوالی لري، ۷۵کيلومتره یې په ننګرهار کې تېرېږي او لګښت یې پاکستان ورکوي.))  د ننګرهار والي سليم کندوزي ژمنه کړې چې د يادې کمپنۍ د کارونو د پرمختګ له پاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، هغه د فوايد عامې وزارت ورغلې ډلې ته ډاډ ورکړی چې د ننګرهار سرحدي لوا او ننګرهار امنيه قومنداني به له دوی سره هراړخيزه همکاري وکړي.

افغانستان- چین
له دې ټولو هڅو سره سره په پام کې ده چې د افغانستان او چین تر منځ هم رېل پټلۍ وغځېږي. د دغې پټلۍ د جوړېدو هدف د لویې تړونکې ټرانزیټي لارې پرانسته ده. د چين، قرغزستان، تاجکستان، ایران او افغانستان د هوکړې له مخې، د چین رېل پټلۍ به له دغو هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته له ایران سره وصل شي. دا پروژه، د چین له کاشغر څخه پيلېږي، له قرغزستان او تاجکستان څخه تر تېرېدو وروسته د کندوز ولایت په شیرخان بندر کې هېواد ته دننه کېږي او د هېواد له شمالي ولایتونو څخه تر تېرېدو وروسته هرات ته رسېږي او د شام تېغ سیمې له لارې ایران ته اوړي.
د دې رېل پټلۍ اوږدوالی ۲۱۰۰کیلومتره دی چې شاوخوا ۱۱۵۰کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې تېریږي.
د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان د ریل پټلۍ حلقوي مسیر به تر ۲۰۲۵مېلادي کاله پورې بشپړ شي.  دم ګړۍ افغانستان دوې پټلۍ لري. یوه د ازبکستان او بلخ تر منځ او بله هم د ترکمنستان او تورغونډۍ تر منځ ده او په دواړو عملاً سوداګریز توکي تبادله کېږي.
په افغانستان کې د نوي نظام له راتلو سره د رېل لومړۍ پټلۍ په ۲۰۰۸ميلادي کال کې د ایران له خوا بشپړه شوه چې اوس هڅه کېږي په دې برخه کې لا نور کار هم ترسره شي. منتقدین وايي، افغانستان تر وچې پورې تړلی هېواد دی؛ نو په دې بنسټ د رېل پټلیو جوړول ورته ګټور تمامېدلی شي. د اقتصادي چارو کارپوه، شیراقا کږه وال وايي: ((رېل پټلۍ د شاه رګونو حیثیت لري، هم به مو سوداګري وغوړېږي او هم به په ایران او پاکستان له اتکا کولو خلاص شو.)) د اقتصادي چارو بل کارپوه نصیراحمد فرهمند وايي چې د رېل پټلیو پرانستل کېدل به نه یوازې د افغانستان او نړۍ د سوداګرو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا سبب شي، بلکې د سوداګریزو مالونو د لېږد بيې به هم راکمې کړي. د فرهمند په باور د افغانستان د رېل پټلیو په بشپړېدو سره به لږ تر لږه د وارداتي توکو قیمتونه ۴۰په سلو کې راښکته شي. اقتصادي کارپوه نصير احمد کوټوال وايي چې رېل پټلۍ د سوداګرۍ د پراختيا له پاره حياتي ارزښت لري: ((په ټوله نړۍ کې د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا او ودې له پاره رېل پټلۍ ډېره اغېزناکه تمامه شوې، په دې سره خلکو ته سودا ارزانه تمامېږي او د سوداګرو کار او بار هم ورځ تر بلې پرمختګ کوي.)) د کوټوال په وينا که دولت له نورو هېوادونو سره هم رېل پټلۍ وغځوي؛ نو د هېواد اقتصاد به ورسره وغوړېږي او هم به افغانان خپلې تازه او وچې مېوې نورې نړۍ ته په اسانه ولېږلای شي.
جمهور رییس اشرف غني هم د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې تر ننه  ویلي هڅه کوي چې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ په یوه ټرانزیټي او سوداګریز پل بدل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA