د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په ګرمسېر كې له افغان ځواكونو سره په نښته كې ۹ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د هلمند له ولايت مقام څخه په دې اړه كليد ته راغلې خبرپاڼه كاږي چې وسله والو پرون مازيګر ناوخته په ګرمسېر كې د افغان ځواكونو پر صفر صفر پوسته بريدونه وكړل چې په ځوابي ډزو كې د وسله والو ۹ ملګري وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، د ګرمسېر ولسوالۍ په نښته كې يو افغان سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان يوي چې دا مهال د ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه ښودل شوى دى. وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ