ads

ځاځى: خانشين ولسوالي نن بېرته له طالبانو پاكه شوه

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو د تېرې جمعې په ورځ طالبانو ته د خانشين په جګړه كې د تاكتيكي شاتګ له مخې پرېښودل شوې سيمې بېرته نيولې دي.د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي كليد  راډيو ته په ځانګړې مركه كې وويل، نن سهار د خانشين ولسوالي […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1395
ځاځى: خانشين ولسوالي نن بېرته له طالبانو پاكه شوه

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو د تېرې جمعې په ورځ طالبانو ته د خانشين په جګړه كې د تاكتيكي شاتګ له مخې پرېښودل شوې سيمې بېرته نيولې دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي كليد  راډيو ته په ځانګړې مركه كې وويل، نن سهار د خانشين ولسوالي د امريكايي ځواكونو د هوايي او د افغان ځواكونو د ځمكنيو عملياتو په ترڅ كې له وسله والو پاكه شوې ده. د هلمند امنيتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو د تېرې جمعې په ورځ طالبانو ته د خانشين په جګړه كې د تاكتيكي شاتګ له مخې پرېښودل شوې سيمې بېرته نيولې دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي كليد  راډيو ته په ځانګړې مركه كې وويل، نن سهار د خانشين ولسوالي د امريكايي ځواكونو د هوايي او د افغان ځواكونو د ځمكنيو عملياتو په ترڅ كې له وسله والو پاكه شوې ده.
د نوموړي په خبره له افغان ځواكونو سره د خانشين په مخامخ جګړه كې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او پاتې نور يې له دې ولسوالۍ څخه تښتېدلي دي: (( اوس په يو شمېر كليو او سيمو كې د افغان ځواكونو پلان دا دى چې تصفيوي عمليات ترسره كړي.))
دا په داسې حال كې ده چې د هلمند له نادعلي ولسوالۍ څخه هم د جګړې تاوده راپورونه وركول شوي، مګر كله مو چې له ځاځي څخه د دې ولسوالۍ د جګړې په اړه وپوښتل، نوموړي وويل تر اوسه په نادعلي كې د جګړې په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي چې ايا رښتيا يې هم خانشين له لاسه وتلې كه نه، مګر تر دې وړاندې وسله والو طالبانو او د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر غړو ويلي وو چې دا ولسوالي سقوط شوې ده

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA