ads

په غزني كې د پخواني ښاروال بيا ټاكل كېدو لاريونونه راپارولي

په غزني كې لسګونه كسانو د دې ولايت لپاره د ښاروال په توګه د انجنير فريدون احمدي د بيا ټاكنې په غبرګون لاريون پيل كړى دى.دا لاريون په داسې حال كې راوتلى چې پرون انجنير فريدون احمدي د غزني د ښاروالۍ پر څوكۍ له څو مياشتني جنجال وروسته يو ځل بيا ښاروال مقرر شو.فريدون احمدي […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1395
په غزني كې د پخواني ښاروال بيا ټاكل كېدو لاريونونه راپارولي

په غزني كې لسګونه كسانو د دې ولايت لپاره د ښاروال په توګه د انجنير فريدون احمدي د بيا ټاكنې په غبرګون لاريون پيل كړى دى.
دا لاريون په داسې حال كې راوتلى چې پرون انجنير فريدون احمدي د غزني د ښاروالۍ پر څوكۍ له څو مياشتني جنجال وروسته يو ځل بيا ښاروال مقرر شو.
فريدون احمدي د روان ۱۳۹۵ كال په لومړيو كې د غزني له ښاروالۍ رياست نه ګوښه او پر ځاى يې نصير احمد لليزى وټاكل شو، خو دغې چارې ګڼ مخالفتونه راوپارول . په غزني كې لسګونه كسانو د دې ولايت لپاره د ښاروال په توګه د انجنير فريدون احمدي د بيا ټاكنې په غبرګون لاريون پيل كړى دى.
دا لاريون په داسې حال كې راوتلى چې پرون انجنير فريدون احمدي د غزني د ښاروالۍ پر څوكۍ له څو مياشتني جنجال وروسته يو ځل بيا ښاروال مقرر شو.
فريدون احمدي د روان ۱۳۹۵ كال په لومړيو كې د غزني له ښاروالۍ رياست نه ګوښه او پر ځاى يې نصير احمد لليزى وټاكل شو، خو دغې چارې ګڼ مخالفتونه راوپارول .
د نصير احمد لليزي د ټاكنې پر ضد ګڼو كسانو د غزني ښاروالۍ مخې ته د تحصن خېمې ووهلې او نوموړى يې پرېنښود چې د غزني د ښاروال په توګه دنده پيل كړي.
خو اوس چې دا جنجال اوږد شو او حكومت بېرته پخوانى ښاروالى په دنده ګمارلى نو يو شمېر خلكو ته بيا دا ټاكنه منظوره نه ده.
د فريدون احمدي بيا ځل ګمارنه په داسې حال كې شوې چې پرون د پكتيكا پخوانى والي انجنير عبدالكريم متين د اجراييه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان لخوا د غزني د نوي والي په توګه د غزني خلكو ته په يوه غونډه كې ور وپېژندل شو او نن يې د كار لومړۍ ورځ ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA