ads

په شمال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ۱۲ فيصده زيات شوى

په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون دفتر وايي، سږ كال په دغه حوزه خصوصا په سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى د تېر كال د لومړيو دوه ربعو په پرتله ۱۲ فيصده زيات شوى دى.په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون مشر قاضي […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1395
په شمال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ۱۲ فيصده زيات شوى

په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون دفتر وايي، سږ كال په دغه حوزه خصوصا په سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى د تېر كال د لومړيو دوه ربعو په پرتله ۱۲ فيصده زيات شوى دى.
په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون مشر قاضي سيد محمد سامع په دې اړه كليد ته ځانګړې مركه كې وويل، اندېښنه يې له دې كبله ده چې د ۱۳۹۴ كال په لومړيو دوه ربعو كې پر ښځو د تاوتريخوالي ۲۴۴ پېښې ورسره ثبت شوې وې، مګر سږ كال بيا دا پېښې ۲۸۵ ته لوړې شوې دي. په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون دفتر وايي، سږ كال په دغه حوزه خصوصا په سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى د تېر كال د لومړيو دوه ربعو په پرتله ۱۲ فيصده زيات شوى دى.
په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون مشر قاضي سيد محمد سامع په دې اړه كليد ته ځانګړې مركه كې وويل، اندېښنه يې له دې كبله ده چې د ۱۳۹۴ كال په لومړيو دوه ربعو كې پر ښځو د تاوتريخوالي ۲۴۴ پېښې ورسره ثبت شوې وې، مګر سږ كال بيا دا پېښې ۲۸۵ ته لوړې شوې دي.
نوموړى وايي، د شمال زون په څلورو ولايتونو كې پر ښځو تاوتريخوالى اندېښمنوونكي حد ته زيات شوى دى: (( موږ سره د ناموسي وژنو تېر كال ۴ پېښې وې، مګر اوس دا شمېر۸ ته لوړ شوى، د تېر كال په څېر د وژنو دوسيې راسره ۱۲ دي، د صحرايي محكمو شمېر د تېر كال له ۳ څخه سږ كال ۵ ته لوړ شوى، د اجباري ودونو شمېر تېر كال ۹ ثبت شوى و خو سږ كال دا شمېره ۲۱ ته رسېدلې ده.))
سامع زياته كړه، بې وزلي، بې كاري، د ښځې او مېړه د متقابلو حقوقو په اړه ناخبري، د ټولنې ناوړه دودونه، د كورنيو بې ځايه مداخلې او د يو بل نه درك كول هغه څه ياد كړل چې په وينا يې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى يې زيات كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA