مخابراتي شبکو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او ویل کېږي چې د هېواد شاوخوا ۸۵ په سلو کې خاوره یې تر خپل پوښښ لاندې راوستي. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس شاوخوا ۲۵ ملیونه سیم کارټونه د ټول هېواد په کچه وېشل شوي، خو دم ګړۍ له ۱۵ تر ۱۸ ملیونه سیمکارټونه فعال دي.
خلک که څه هم د پخوا په څېر اوس اړ نه دي چې د یوه ټلیفون په خاطر تر اسلام اباده ولاړ شي او بیا له هغه ځایه د خپلو کورنیو غړو ته د نړۍ په نورو هېوادونو کې ټلیفونونه وکړي، خو بیا هم په یو شمېر برخو کې ستونزې شته دي. د انټرنټ سرعت چې د مخابراتو وزارت چارواکو یې د لوړولو ژمنه کړې وه، تر اوسه هم د نشست برابر دی او ډېری وختونه د ورځې له مخې د څو ساعتونو له پاره قطع کوي. مخابراتي شبکو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او ویل کېږي چې د هېواد شاوخوا ۸۵ په سلو کې خاوره یې تر خپل پوښښ لاندې راوستي. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس شاوخوا ۲۵ ملیونه سیم کارټونه د ټول هېواد په کچه وېشل شوي، خو دم ګړۍ له ۱۵ تر ۱۸ ملیونه سیمکارټونه فعال دي.
خلک که څه هم د پخوا په څېر اوس اړ نه دي چې د یوه ټلیفون په خاطر تر اسلام اباده ولاړ شي او بیا له هغه ځایه د خپلو کورنیو غړو ته د نړۍ په نورو هېوادونو کې ټلیفونونه وکړي، خو بیا هم په یو شمېر برخو کې ستونزې شته دي. د انټرنټ سرعت چې د مخابراتو وزارت چارواکو یې د لوړولو ژمنه کړې وه، تر اوسه هم د نشست برابر دی او ډېری وختونه د ورځې له مخې د څو ساعتونو له پاره قطع کوي.
د مکالمو لوړ لګښتونو هم خلک پوزې ته راوستې دي. راپورونه ښيي چې په سیمه کې هند او پاکستان د مکالمې تر ټولو ښکته قیمتونه خلکو ته وړاندې، خو په افغانستان کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت چارواکي لا تراوسه د نرخونو په راکمونې نه دي توانیدلي. د مخابراتي شبکو کمزروې انتن دهي خو پر ځای پرېږده چې ټول ورسره لاس او ګریوان دي.
کلید ګروپ پورتنیو ستونزو ته په پام چې ټول ترې خبر دي، په یو شمېر سیمو کې د شپې له مخې د مخابراتي پوښښ د نشت او پرې کېدو په اړه څېړنه کړې ده. دا څېړنه د هېواد په یوولسو ولایتونو کې ترسره شوې ده. فقط له څو محدودو ولایتونو پرته په ډېرو نورو ولایتونو کې د شپې له خوا مخابرتي خدمتونه ټکني وي. د ننګرهار، خوست، کاپیسا، غزني، هرات، کندهار، کندوز او هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د شپې له لوري یا غیرفعاله دي او یا هم د دولت وسلهوالو مخالفانو ته د فعالیت د دوام په خاطر پیسې ورکوي. دا موضوع په یوه ډول د مخابراتو وزارت هم تایید کړې او ولایتي چارواکي او د اړوندو ولایتونو اوسېدونکو هم منلې ده.
علاوه پر دې په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ادارې هم نه دي توانېدلې چې د مخابراتي شبکو د پراختیا په خاطر مناسب امنیتي بستر برابر کړي. د دغو لاسوندونو پر بنسټ د هرات ادرسکن، کرخ او پشتون زرغون، د غزني اندړ، قره باغ، زنهخان او خوګیاڼي، د کاپیسا تګاب، نجراب او اله سای، د هلمند ګرشک، مارجه، ګرم سیر، او کجکي او د کندوز ټولې ولسوالۍ د هغه سیمو په ډله کې دي چې د مخابراتي شبکې په کې د شپې له مخې فعالیت نه لري.
څېړنه د مخابراتو وزارت د چارواکو په حواله ناامني تر ټولو لوی علت بولي چې د مخابراتي شرکتونو فعالیت یې ټکنی کړی او د طالبانو د باج اخستلو زمینه یې برابره کړې ده. حکومت ته پکار ده چې د مخابراتي خدماتو د پراختیا له پاره له مخابراتي شرکتونو سره جدي همکاري وکړي. دا کار له یوې خوا خلکو ته د خدماتو د ارایې له پاره اړین دی او له بلې خوا د حکومت د فعالیت او نفوذ سیمه پراخوي. په کومه سیمه چې د طالبانو په خوښه مخابراتي خدمات د شپې له مخې پرې کیږي، دا د دې واقعیت څرګندويي کوي چې هلته هغوی فعال دي او که داسې نه وي، نو هلته څرنګه ټلیفوني خدمات په ټپه دریږي؟


