د کندهار د ملي امنیت اداره وايي، ۶ کسان يې په دې ولایت کې د وسله والو فعالیتونو په تور نیولي دي.
د ملي امنیت له خوا کلید ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، نيول شويو کسانو اعتراف کړی چې په شاه ولي کوټ، خاکریز او میوند ولسوالیو کې يې تروریستي فعالیتونه کړي او د عُشر او زکات په نوم يې په زوره له خلکو څخه طالبانو ته پیسې اخستې دي.
سرچينه دغه راز كاږي چې نیول شوي مشکوک کسان د شاه ولي کوت، ناوې، میوند او خاکریز ولسوالیو اوسیدونکي دي.
د نیول شويو کسانو په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي.