د كندهار ولايتي ادارې د درملو سوداګرو ته امر كړى چې له دې وروسته دې په درمل په داسې موټرونو كې هېواد ته راواردوي چې د درملو كيفيت ته زيان وانه وړي.
د كندهار ولايتي ادارې ويلي، د درملو موټر بايد د تودوخې د كنټرول ظرفيت ولري مګر دا مهال كندهار ښار ته واردېدونكي درمل په عادي موټرو او زرنج موټرسايكلونو كې لېږدول كېږي چې كيفيت ته يې صدمه رسېږي.
د کندهار مرستیال والي د درملو د اتحاديې له مسوولينو سره په ناسته کي دې موضوع ته په اشاره ويلي، له نن څخه يوه مياشت وروسته هيڅوک په عادي موټرو کې د درملو د واردولو حق نه لري. د كندهار ولايتي ادارې د درملو سوداګرو ته امر كړى چې له دې وروسته دې په درمل په داسې موټرونو كې هېواد ته راواردوي چې د درملو كيفيت ته زيان وانه وړي.
د كندهار ولايتي ادارې ويلي، د درملو موټر بايد د تودوخې د كنټرول ظرفيت ولري مګر دا مهال كندهار ښار ته واردېدونكي درمل په عادي موټرو او زرنج موټرسايكلونو كې لېږدول كېږي چې كيفيت ته يې صدمه رسېږي.
د کندهار مرستیال والي د درملو د اتحاديې له مسوولينو سره په ناسته کي دې موضوع ته په اشاره ويلي، له نن څخه يوه مياشت وروسته هيڅوک په عادي موټرو کې د درملو د واردولو حق نه لري.
مرستیال والي عبدالعلي شمسي وويل، په عادي موټرونو کې د درملو انتقال درمل په زهرو بدلوي: (( يوه مياشت ضرب الاجل بېخي كفايت كوي، نور بايد دا بند شي، ټرانسپورټ، عامه روغتيا مو په خدمت كې ده، چې زه مطمئن شم چې تاسې ښه دوا راوړئ، قطعا مو لابراتوار ته مو د دوا د چيك او تجزيې لپاره نه استوو، يوه مياشت وروسته څوك حق نه لري چې په غير يخچالي موټرو كې دوا انتقال كړي، كه چا دا كار وكړ، دوا يې نه پروسس كېږي او موټر يې درول كېږي. ويې ګورئ چې هر چا داسې ګودام درلود ور ويې تړئ.))
ډاکټران هم وايي، هغه درمل چي په مناسبه هوا کې ونه ساتل شي، کيفيت يې خرابېږي او ناروغ ته ګټه نه، بلکي تاوان رسوي.
د کندهار د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر احمدالله فیضي د دې ستونزي تر څنګ زياته کړه، چې ځيني سوداګر درمل په نامناسبو ځايونو کې ذخيره کوي چې كيفيت يې خورا ضرر ويني او خرابېږي: (( ماسره يې عكسونه شته، موږ چې منډويانو ته ورغلو، نو ګچ و ريګ څوك په خداى كه داسې ولري لكه دلته چې دواوې په كوم شكل ساتل كېږي، بله خبره د ټرانسپورټ ده، موږ څو واره ويلي چې دوا د واكسين خاصيت لري او بايد په ساړه ځاى كې وساتل شي، سوړ زنځير يې بايد له كمپنۍ څخه تر استعماله پورې موجود وي، په ساړه موټر كې بايد انتقال شي او په ساړه ځاى كې وساتل شي، خو داشى دلته نه شته.))
خو روغتيا پوهان بيا يوه بله نيوكه هم لري، دوى وايي کندهار ته اکثره واردېدونکي درمل په ټيټ کيفيت جوړ شوي او کله چي په نامناسب ځای او هوا کي وساتل شي، نو د درملو ټول اغېز له منځه ځي.
د دوی په خبره، همدا علت دی چې درمل پر ناروغانو مثبت تاثير نه کوي.


