ads

روغتيايي چارواكي: ننګرهار كې ۵ اعشاريه ۷ فيصده خلك په زېړي اخته دي

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې هر کال ۵ عشاریه ۷ فيصده خلک د زېړي په ناروغۍ اخته کیږي.د ننګرهار روغتيايي چارواکو دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې د زېړي له ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1395
روغتيايي چارواكي: ننګرهار كې ۵ اعشاريه ۷ فيصده خلك په زېړي اخته دي

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې هر کال ۵ عشاریه ۷ فيصده خلک د زېړي په ناروغۍ اخته کیږي.
د ننګرهار روغتيايي چارواکو دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې د زېړي له ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.
د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوی په مرکز سربیره په ټولو ولسوالیو کې د زېړي  هیپاټایټ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي او واکسين پروګرامونه روان کړي دي. د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې هر کال ۵ عشاریه ۷ فيصده خلک د زېړي په ناروغۍ اخته کیږي.
د ننګرهار روغتيايي چارواکو دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې د زېړي له ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.
د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوی په مرکز سربیره په ټولو ولسوالیو کې د زېړي  هیپاټایټ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي او واکسين پروګرامونه روان کړي دي.
نوموړې وایي، د عامي روغتیا ریاست ټول پرسونل د ساري ناروغيو په اړه هر وخت او هر ځاى كې د عامه پوهاوي كمپاين ترسره كوي: (( د دې ناروغيو د مخنيوي لپاره موږ له څو طريقو كار اخلو، يو دا چې صحي مسوولين مو په صحي مركزونو، مكتبونو او مسجدونو كې عامه پوهاوى كوي چې خلك د دې ناروغۍ په اضرارو خبر شي او پوه شي چې څنګه ځان وقايه كړي، بل موږ د واكسين پروګرام لرو، تحت خطر نفوس لپاره لكه پنځو كلونو نه ماشومانو ته چې واكسين كوو، موږ هغه برنامې چې په ښار كې لرو په همدغه شكل په ولسواليو كې هم د صحي كلينيكونو له لارې مخته بيايو.))
په ورته وخت کې  بیا د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون د زېړي هیپاټایټ ناروغۍ متخصص ډاکټر نورحسن بشریار له کلید سره په خبرو کې وویل، زېړی یوه ساري ناروغي ده او د مخنيوې لپاره یې ترټولو ښه لاره وقایه ده.
هغه زیاتوي، اوسمهال په ټول ننګرهار کې ۵ اعشاریه ۷ فيصده خلک له دغې ناروغۍ څخه رنځ وړي: (( دا چې هيپاټايټس په ټوله نړۍ كې يو نيم ميليون وګړي وژني، نو د لومړي ځل لپاره د جولاى اته ويشتمه د ډبليو ايچ او لخوا د هيپاټايټس نړيواله ورځ ونومول شوه اوس د ۲۰۱۰ نه راپدېخوا دا ورځ ټوله نړۍ او ټولو هېوادونو كې لمانځل كېږي، په ننګرهار كې ۵ اعشاريه ۷ فيصده خلك په دې ناروغۍ اخته دي چې له هغې جملې نه ۳ اعشاريه ۷ فيصده خلك له هيپاټايټس بي او ۲ اعشاريه ۱ فيصده نور له هيپاټايټس سي ناروغۍ كړېږي.))
روغتیا پالان وايي، د تشو بولو توروالی، بې اشتهايي، د کمزورتیا زیاتوالی او د ګیډې د پورتنۍ برخې حساسیت د زېړي نښې دي او باید مبتلا کسان پرې ځان ژر تر ژره معاینه کړي، تر څو يې پر وخت تداوي وشي.
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې  شاوخوا ۲ میلیونه وګړي د زېړي په رنځ اخته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA