د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولايت د اچین او کوټ ولسوالیو په بیلا بیلو سیمو کې د هوایي او توپچي بریدونو له امله ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، داعش ډلې ته دا مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
د ننګرهار دوالي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په وچ تنګي، او الیاس بابا او د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمو کې د هوایي او توپچې بریدونو له امله ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولايت د اچین او کوټ ولسوالیو په بیلا بیلو سیمو کې د هوایي او توپچي بریدونو له امله ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، داعش ډلې ته دا مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
د ننګرهار دوالي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په وچ تنګي، او الیاس بابا او د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمو کې د هوایي او توپچې بریدونو له امله ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وایي، په دغو بریدونو کې د داعش ډلې يوه لويه اندازه وسله هم له منځه وړل شوې ده.
د والي ویاند دغه راز وایي، د قهر سیلاب پیل شویو عملیاتو په جریان کې د هسکې مېنې ولسوالۍ اته کلي د وسله والو له فعالیتونو څخه پاک شوي او وسلې يې هم افغان ځواکونو ترلاسه کړې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


