د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رییس غني او د برېټانيا نوې لومړۍ وزیرې د افغانستان او سیمې پر حالاتو ټلیفوني خبرې کړي دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې میرمن تريزا مي تیره شپه جمهور رییس غني سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې او د سیمه ییزو اړیکو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ. د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رییس غني او د برېټانيا نوې لومړۍ وزیرې د افغانستان او سیمې پر حالاتو ټلیفوني خبرې کړي دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې میرمن تريزا مي تیره شپه جمهور رییس غني سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې او د سیمه ییزو اړیکو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، د برېټانيا لومړۍ وزیرې ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې سرته رسوي.
سرچينه وايي، ميرمن تريزامې دغه راز د فساد پر وړاندې د افغان حکومت له روانې مبارزې هم ستاینه وکړه.
خبرپاڼه کاږي، چې د ټلیفوني خبرو پرمهال جمهور رییس له افغانستان سره د برېټانيا له مرستو مننه وکړه او د اړیکو پر دوام یې ټینګار وکړ.


