د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې له افغان ځواكونو سره په نښته كې ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د هلمند له ولايتي ادارې څخه په دې اړه كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، نښته وړمه شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د بنادر د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وكړ، خو افغان ځواكونو له سيمې نه لومړى تاكتيكي شاتګ وكړ او وروسته يې د وسله والو پر ضد عمليات ترسره كړل.
په خبرپاڼه كې راغلي چې د افغان ګډو ځواكونو په دغو عملياتو كې ۱۵ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي چې د مړو جسدونه يې د جګړې په ډګر كې پاتې شوي دي.

سرچينه وايي، په دې نښته کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او دا مهال امنیتی وضعیت هم نورمال دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ