د كوزې پښتونخوا، خيبر ايجنسۍ په لنډي كوتل كې د واده د يو بس د چپه كېدو له كبله ۱۵ كسان مړه شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د پاكستان ايكسپريس خبري رسنۍ وايي، پېښه د لنډي كوتل بازار په ذخه خېلو كې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، په بس كې سپاره خلك د ناوې كور ته روان وو چې بس يې په يو خوړ كې غورځېدلى دى.
د ځايي خاصه دارو مسوولين وايي، په پېښه كې وژل شوې اكثره ښځې او ماشومان دي او ټپيان يې له لومړنيو مرستو وروسته د پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ