ads

لغمان: افغان ځواكونو د يو سرګروپ په ګډون ۶ وسله وال نيولي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د وسله والو د یو سرګروپ په ګډون شپږ تنه وسله وال نیولي دي.د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت مؤظفینو د مرکز مهترلام په  مریم، ده ملخ، […]

نویسنده: TKG
9 زمری 1395
لغمان: افغان ځواكونو د يو سرګروپ په ګډون ۶ وسله وال نيولي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د وسله والو د یو سرګروپ په ګډون شپږ تنه وسله وال نیولي دي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت مؤظفینو د مرکز مهترلام په  مریم، ده ملخ، تاجګړۍ، او قول خیلو سیمو کې عملیات ترسره کړې، چې پرمهال یي د یو سرګروپ په ګډون ۶ تنه وسله وال نیولي دي.
خبرپاڼه وایي، له نیول شویو وسله والو سره ۳ میله کلاشنکوف، دوه تفنګچې، او د راکیټ ۱۸ فیره مرمۍ هم نیول شوې دي. د لغمان ولایتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د وسله والو د یو سرګروپ په ګډون شپږ تنه وسله وال نیولي دي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت مؤظفینو د مرکز مهترلام په  مریم، ده ملخ، تاجګړۍ، او قول خیلو سیمو کې عملیات ترسره کړې، چې پرمهال یي د یو سرګروپ په ګډون ۶ تنه وسله وال نیولي دي.
خبرپاڼه وایي، له نیول شویو وسله والو سره ۳ میله کلاشنکوف، دوه تفنګچې، او د راکیټ ۱۸ فیره مرمۍ هم نیول شوې دي.
بل لورته سرچینه وایي،  د ملي امنیت ځواکونو د پلټنو پر مهال د لغمان په مرکز کې  ۲۹ کیلو ګرامه تاریاک هم له یوه تن سره نيول شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA