ads

كندهار: دامان ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۸ كسه ټپيان كړي دي

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت  دامان ولسوالۍ په اخوندصاحب سيمه كې يوې ټرافيكي پېښې اته كسان ټپيان كړي دي.د کندهار دوالي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل په دې ټرافیکي پیښه کې ۴ کسان ټپیان سخت سوځېدلي او میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.د والي ویاند وايي، د میرویس نیکه ټرانسپورټي […]

نویسنده: TKG
9 زمری 1395

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت  دامان ولسوالۍ په اخوندصاحب سيمه كې يوې ټرافيكي پېښې اته كسان ټپيان كړي دي.
د کندهار دوالي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل په دې ټرافیکي پیښه کې ۴ کسان ټپیان سخت سوځېدلي او میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
د والي ویاند وايي، د میرویس نیکه ټرانسپورټي شرکت ۳۰۳ ډوله موټر له یوه سرف موټر سره ټکر شوی چي پر مهال یې یاد کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، د پېښې په ټپیانو کې یوه میرمن هم شامله ده. د كندهار امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت  دامان ولسوالۍ په اخوندصاحب سيمه كې يوې ټرافيكي پېښې اته كسان ټپيان كړي دي.
د کندهار دوالي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل په دې ټرافیکي پیښه کې ۴ کسان ټپیان سخت سوځېدلي او میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
د والي ویاند وايي، د میرویس نیکه ټرانسپورټي شرکت ۳۰۳ ډوله موټر له یوه سرف موټر سره ټکر شوی چي پر مهال یې یاد کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، د پېښې په ټپیانو کې یوه میرمن هم شامله ده.
هېره دې نه وي چې د كندهار پر لويه لار اكثره مهال د موټروانانو د بې احتياطۍ او د سړك د خرابوالي له كبله ورته پېښې رامنځته كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA