د هلمند امنيتي سرچينې وايي، د دغه ولايت خانشين ولسوالۍ د طالبانو د ډله ييزو بريدونو له كبله سقوط كړى دى.
د هلمند د پولیسو یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کلید راډیو ته وویل، خانشین ولسوالۍ بيګا شپه د وسله والو طالبانو د څو ډله يیزو بریدونو په ترڅ کې سقوط کړى دی.
سرچينې په جګړه كې د افغان ځواكونو او د وسله والو طالبانو د تلفاتو په اړه نور معلومات ور نه كړل. د هلمند امنيتي سرچينې وايي، د دغه ولايت خانشين ولسوالۍ د طالبانو د ډله ييزو بريدونو له كبله سقوط كړى دى.
د هلمند د پولیسو یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کلید راډیو ته وویل، خانشین ولسوالۍ بيګا شپه د وسله والو طالبانو د څو ډله يیزو بریدونو په ترڅ کې سقوط کړى دی.
سرچينې په جګړه كې د افغان ځواكونو او د وسله والو طالبانو د تلفاتو په اړه نور معلومات ور نه كړل.
بل خوا بیا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک كليد ته یوازې په خانشین ولسوالۍ د سختې جګړې پخلى وکړ او د دغې ولسوالۍ د سقوط په اړه يې نور جزيات ور نه كړل.
خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یو سف احمدي بیا رسنيو ته ویلي دي چې د خانشین ولسوالي دوى نیولې ده او په نښته كې يې ګڼو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خانشين ولسوالي، دا دوهم ځل دى چې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېږي.


