د پکتیکا ولایت د شاوخوا نهو ولسوالیو قومونو پرېکړه کړې، چې په خپلو ولسوالیو کې تړل شوي ښوونځي به بېرته پرانيزي.
د پكتيكا مشرانو دا پرېكړه د پكتيكا والي الياس وحدت ته په هغه غونډه كې ښكاره كړه چې نوموړى د كټواز د خلكو د ستونزو اورېدلو لپاره ورغلى و.
دوى زیاته کړه د قومي جرګو په مرسته به هره هغه ستونزه چې دا مهال د ښوونځیو د تړل کېدو سبب شوې، پیدا او د هواري په برخه کې به يې کوټلي ګامونه واخلي. د پکتیکا ولایت د شاوخوا نهو ولسوالیو قومونو پرېکړه کړې، چې په خپلو ولسوالیو کې تړل شوي ښوونځي به بېرته پرانيزي.
د پكتيكا مشرانو دا پرېكړه د پكتيكا والي الياس وحدت ته په هغه غونډه كې ښكاره كړه چې نوموړى د كټواز د خلكو د ستونزو اورېدلو لپاره ورغلى و.
دوى زیاته کړه د قومي جرګو په مرسته به هره هغه ستونزه چې دا مهال د ښوونځیو د تړل کېدو سبب شوې، پیدا او د هواري په برخه کې به يې کوټلي ګامونه واخلي.
د لوی کټواز قومي مشر حاجي ډوګر وویل، دوی دې ته تیار دي چې په هر ډول وي د خپلو بچیانو پر مخ د ښوونځيو دروازې به پرانیزي: (( والي صيب، د معارف د معلمينو او متعلمينو غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې دا قوم په هرڅه روږدى دى، په وچه ډوډۍ روږدى يم، د شړومبو په مړۍ روږدى يم، خو بې تعليمه نه شم اوسېدلى، وچه مړۍ خورم، شړومبې خورم، ښوروا نه كوم، خو زما غوښتنه دا ده چې زما بچى تعليم ته ور وړاندې او په ښوونځي كې واچوه، زما بچى يو داسې ځاى ته بايد ورسول شي چې زه پرې د نورو سيالانو په مقابل كې پرې د سيالۍ مقابله وكړم، د تورې مقابله چې وه هغه ختمه شوه، هغه مې كړې ده، خو اوس مې والي صيب له تاسې او له حكومته دا غوښتنه ده چې د تعليم په ډګر كې مو يوازې مه پرېږدئ.))
غونډې ته د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، چې د یادو ولسوالیو د خلکو د امنیت د ښه والي، د رغنیزو پروژو د پيل او یو شمیر نورو ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
هغه له قومي مشرانو وغوښتل، چې د دولت وسله والو مخالفينو ته قناعت ورکړي، چې له جنګ جګړو او افغان وژنې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یوځای شي: (( زما د سفر موخې ډېرې دي، د ولسونو سره ليدل، د ولسونو د ستونزو اورېدل، ولسونو سره نږدېوالى او منځ ته ورتګ، خو يوه بله ستره موخه هم لري چې د پكتيكا په لمن داغ ده، هغه په پكتيكا كې د څو مكتبونو دروازې تړلې دي، هغه خلك زموږ ضروريات په نظر كې نه نيسي، خو په دې نه پوهېږي چې په يوويشتمه پېړۍ كې مكتب تړل د انساني اصولو سره په ټكر كې خبره ده، تاسې به مخكې ياست موږ به درپسې هغو خلكو ته به ورځو چې مكتبونه يې درتړلي، ورته به وايوو چې وژل دا نه دي چې موږ په ټوپك وولئ، وژل دا هم دي چې په معنوي لحاظ موږ ستاسې له لاسه په تياره كې پاتې شو.))
د یادولو وړ ده، چې د پکتیکا ولایت د لوی کټواز په شاوخوا نهو ولسوالیو کې د نا امنیو له امله د ښوونځیو دروازې تړلي او ماشومان یې له تعلیم پرته لوییږي.


