ads

د هلمند چارواكي: د خانشين جګړه كې تر اوسه ۲۰ طالبان وژل شوي

د هلمند ولايتي شورا وايي، د دې ولايت خانشين ولسوالۍ تر سختې جګړې وروسته سقوط كړى دى.ولايتي شورا وايي، په جګړه كې د خانشين امنيه قومندان او د ملي امنيت مدير ټپيان شوي خو ځينې سرتېري وژل شوي دي چې دوى يې كره شمېره په ډاګه نه كړه.د هلمند ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخونزاده په […]

نویسنده: TKG
9 زمری 1395
د هلمند چارواكي: د خانشين جګړه كې  تر اوسه ۲۰ طالبان وژل شوي

د هلمند ولايتي شورا وايي، د دې ولايت خانشين ولسوالۍ تر سختې جګړې وروسته سقوط كړى دى.
ولايتي شورا وايي، په جګړه كې د خانشين امنيه قومندان او د ملي امنيت مدير ټپيان شوي خو ځينې سرتېري وژل شوي دي چې دوى يې كره شمېره په ډاګه نه كړه.
د هلمند ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخونزاده په دې اړه نن خبري كنفرانس ته وويل، وسله والو بيګا شپه پر ولسوالۍ ډله ييز بريدونه كړي او نن دا ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېدلې ده: (( جنګ ګرمسېر ولسوالۍ ته غځېدلى دى، هلته د بنادر منطقه هم د دولت له لاسه وتلې ده.))
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي كمېټې مسوول بشير احمد شاكر بيا وايي، په خانشين كې جګړه درېدلې نه ده، بلكې هوايي ځواكونو هم څو ځايه بمبار كړى دى. د هلمند ولايتي شورا وايي، د دې ولايت خانشين ولسوالۍ تر سختې جګړې وروسته سقوط كړى دى.
ولايتي شورا وايي، په جګړه كې د خانشين امنيه قومندان او د ملي امنيت مدير ټپيان شوي خو ځينې سرتېري وژل شوي دي چې دوى يې كره شمېره په ډاګه نه كړه.
د هلمند ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخونزاده په دې اړه نن خبري كنفرانس ته وويل، وسله والو بيګا شپه پر ولسوالۍ ډله ييز بريدونه كړي او نن دا ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېدلې ده: (( جنګ ګرمسېر ولسوالۍ ته غځېدلى دى، هلته د بنادر منطقه هم د دولت له لاسه وتلې ده.))
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي كمېټې مسوول بشير احمد شاكر بيا وايي، په خانشين كې جګړه درېدلې نه ده، بلكې هوايي ځواكونو هم څو ځايه بمبار كړى دى.
د شاكر په خبره د ګرمسېر په بنادر كې هم هغه پوستې چې د افغان ځواكونو له لاسه وتلي، ممكن له جګړې وروسته بېرته د افغان ځواكونو لاسته ولوېږي.
خو دى وايي، په داسې حال كې چې چارواكو ته د د طالبانو د راټولېدو او بريد ته د چمتووالي خبر وركول شوى و مګر خانشين او د ګرمسېر ځينې سيمې د ځايي مسوولينو د بې غورۍ له كبله د سقوط په سرنوشت اخته شوې: (( د ولايتي شورا تشويش دا دى چې تر جګړې مخكې كشفي ارګانونو هلته د طالبانو د تجمع محل او شمېر په ګوته كړ، خو ولې د دوى د خونړي بريد مخه ونه نيول شوه؟))
خو بل لور ته د هلمند د والي وياند وايي، افغان ځواكونو په خانشين كې تاكتيكي شاتګ كړى مګر جګړه درنه بولي.
هغه وايي، خانشين سقوط نه دى كړى بلكې پر دغه ولسوالۍ باندې د طالبانو نښته كې ۲۰ وسله وال او يو سرتېرى وژل شوى دى: (( په بريد كې ۱۵ طالبان نور ټپيان دي او زموږ پنځه سرتېري هم ټپيان شوي دي. تهاجمي بريدونه شوي، خو وروسته افغان ځواكونه په وخت ور رسېدلي، افغان ځواكونو هوايي بريدونه هم كړي، اوس معلومات دا دي چې عمليات روان دي او هغه سيمې چې طالبانو تر پوښښ لاندې راوستې وې، د دوى له لاسه ايستل كېږي.))
خو په جنوبي حوزه كې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، خانشين ولسوالي د دوى په لاس كې ده او ګڼو دولتي سرتېرو ته يې په نښته كې مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA