د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو د يوې خبري غونډې پرمهال د ننګرهار والي په بې کفایتۍ تورن کړ او له مرکزي دولت نه یې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
دوی دغه خبرې نن په جلال اباد ښار کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وکړې او د ننګرهار والي سلیم کندوزی یې په خپلو چارو كې په پاتې راتلو تورن کړ.
دوی وویل، په جلال اباد ښار کې ورځ تر بلې انسان تښتونې، فساد او غصب هغه څه دي، چې د خلکو ژوند یي ګواښلی خو ولایتي اداره یي، په مهار کولو کې پاتې راغلې ده. د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو د يوې خبري غونډې پرمهال د ننګرهار والي په بې کفایتۍ تورن کړ او له مرکزي دولت نه یې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
دوی دغه خبرې نن په جلال اباد ښار کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وکړې او د ننګرهار والي سلیم کندوزی یې په خپلو چارو كې په پاتې راتلو تورن کړ.
دوی وویل، په جلال اباد ښار کې ورځ تر بلې انسان تښتونې، فساد او غصب هغه څه دي، چې د خلکو ژوند یي ګواښلی خو ولایتي اداره یي، په مهار کولو کې پاتې راغلې ده.
مدني فعال عبدالرحمن معاون او نور اغا ځواك د كنفرانس هغه وينا كوونكي وو چې پر والي يې زيات تورونه لګولي او نيوكې يې پرې درلودې.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بیا ددغو مدني فعالانو د اعتراض په غبرګون کې وویل، دوی ډېر کله د خپلو شخصي اهدافو لپاره په ولایتي ادارې تورونه پورې کوي.
خوږیاڼی وایي، که هر څوک ورته د ستونزو او بې كفايتيو په اړه کره اسناد وروړي، ولايتي اداره به يې پر وړاندې جدي اقدامات وكړي.
دننګرهار په والي یو شمیر مدني فعالان دا اعتراضونه په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د لرو پرتو ولسوالیو د امنیت خرابوالي ترڅنګ په جلال اباد ښار کې د انسان وژنې پيښو زور اخیستی دی.


