د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولايت په کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د قهر سیلاب عملیاتو پرمهال ۵۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، داعش وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپچي او هوایي بریدونو پرمهال اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له ویاند او د امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي مسوول سره یوځای نن په یوې خبرې غونډه کې وویل، د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو په بیلا بیلو سیمو کې د پیل شويو قهر سیلاب عملیاتو پرمهال ۳۸ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولايت په کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د قهر سیلاب عملیاتو پرمهال ۵۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، داعش وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپچي او هوایي بریدونو پرمهال اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له ویاند او د امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي مسوول سره یوځای نن په یوې خبرې غونډه کې وویل، د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو په بیلا بیلو سیمو کې د پیل شويو قهر سیلاب عملیاتو پرمهال ۳۸ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی دغه راز وایي، چې نن سهار یې د کوټ ولسوالۍ یو شمېر سیمو ته د بشري مرستو بیلا بیلې ادارې لیږلې دي، چې هلته له جنګ ځپلو خلکو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.
دغه راز د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال بیا وویل، تېره شپه پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال په چپرهار ولسوالۍ کې ۴ تنه له وسله والو سره د تړاو په تور نیولي دي.
مشرقیوال زیاتوي، پولیسو د بیلا بیلو عملیاتو پرمهال په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو حلقه ماین تر چاودنې مخکې له منځه وړی دی.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي په داسې حال کې د قهر سیلاب پیل شويو عملیاتو د لاسته راوړنې خبره کوي، چې د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په تېرو دوه ورځو کې ۷۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.


