ads

ننګرهار كې د قهر سيلاب عمليات، ۳۶ داعش وسله وال مړه

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي،  اچین ولسوالۍ کې یې د قهر سیلاب عملیاتو پرمهال ۳۶ داعش وسله وال وژلي او د هغوی یوه قرارګاه یې هم له منځه وړې ده.په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد […]

نویسنده: TKG
8 زمری 1395
ننګرهار كې د قهر سيلاب عمليات، ۳۶ داعش وسله وال مړه

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي،  اچین ولسوالۍ کې یې د قهر سیلاب عملیاتو پرمهال ۳۶ داعش وسله وال وژلي او د هغوی یوه قرارګاه یې هم له منځه وړې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات چې ۲۴ ساعته وړاندې د ننګرهار په اچین، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې پيل شوي، لا هم دوام لري. په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي،  اچین ولسوالۍ کې یې د قهر سیلاب عملیاتو پرمهال ۳۶ داعش وسله وال وژلي او د هغوی یوه قرارګاه یې هم له منځه وړې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات چې ۲۴ ساعته وړاندې د ننګرهار په اچین، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې پيل شوي، لا هم دوام لري.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د یادو عملیاتو په دغه موده کې د اچین ولسوالۍ (شونګړۍ) سیمه کې د امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې د دغو عملیاتو پرمهال د کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو یو شمیر سیمې له وسله والو چاڼ شوي او پرمهال یې وسله او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بلخوا تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA