ads

فارياب: پښتونكوټ كې يو خسر خپله حامله نږور د كلاشنكوف په ډزو وژلې ده

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې یوه امیندواره ښځه د خپل خسر له لوري په ډزو ووژل شوه. د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش کلید ته وویل، وژل شوې ښځه د پښتونکوټ ولسوالۍ په چقماق سیمه کې  تېره شپه هغه مهال د کلاشینکوف په ډزو سره وژل شوې چې د کورني […]

نویسنده: TKG
8 زمری 1395
فارياب: پښتونكوټ كې يو خسر خپله حامله نږور د كلاشنكوف په ډزو وژلې ده

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې یوه امیندواره ښځه د خپل خسر له لوري په ډزو ووژل شوه.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش کلید ته وویل، وژل شوې ښځه د پښتونکوټ ولسوالۍ په چقماق سیمه کې  تېره شپه هغه مهال د کلاشینکوف په ډزو سره وژل شوې چې د کورني تاوتریخوالي له کبله د مېړه له کوره  د خپل خور کور ته تښتېدلې وه او د سپین ږیرو په منځګریتوب بېرته خپل کور ته ستنه شوې وه . د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې یوه امیندواره ښځه د خپل خسر له لوري په ډزو ووژل شوه.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش کلید ته وویل، وژل شوې ښځه د پښتونکوټ ولسوالۍ په چقماق سیمه کې  تېره شپه هغه مهال د کلاشینکوف په ډزو سره وژل شوې چې د کورني تاوتریخوالي له کبله د مېړه له کوره  د خپل خور کور ته تښتېدلې وه او د سپین ږیرو په منځګریتوب بېرته خپل کور ته ستنه شوې وه .
یورش زیاته کړه، د پيښې عامل تیښتېدلی او د پولیسو له خوا یې د نیولو هڅې رواني دي: ((ګلشن د محمد لور يوه اوونۍ وړاندې د كورني تاوتريخوالي له كبله له كوره مروره شوې او د خور كور ته تللې وه، بيا تېره ورځ د جرګې نه پس د خپل مېړه كور ته راغلې خو بيګا شپه خپل خسر د كلاشنكوف په ډزو وژلې ده، زموږ يو هيئت سيمې ته ورغلى، څېړنې كوي،خو مجرم تښتېدلى او پوليس يې په لټه كې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې هم یو سړي خپله میرمن دومره شکنجه کړې وه چې شپږ میاشنى حمل یې ضایع شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA