جمهور رئیس غني وايي، د اداري فساد پر ضد مبارزه سیاسي اقدام نه دی او په دې مبارزه کې باید سلیقوي چلند ونه شي.
له ارګه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني دا څرګندونې د ده په مشرۍ د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې لومړۍ ناسته کې، چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، کړې دي. جمهور رئیس غني وايي، د اداري فساد پر ضد مبارزه سیاسي اقدام نه دی او په دې مبارزه کې باید سلیقوي چلند ونه شي.
له ارګه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني دا څرګندونې د ده په مشرۍ د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې لومړۍ ناسته کې، چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، کړې دي.
په دې ناسته کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د عدلي- قضایي اورګانونو مسوولینو حضور درلود.
د ناستې په پیل کې دوه سندونه چې د دندو لایحه او د اداري فساد پر ضد مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ایجاد په هکله د جمهور رئیس فرمان و، تائید شول.
خبرپاڼه کاږي، جمهور رئیس غني په دې ناسته کې وویل، زما د ډاډ او اعتماد نقطه د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ رهبري ده چې ښې کارنامې لري.
هغه وویل، له فساد سره د مبارزې عملي ګامونه اخیستل کېږي او په شپږ میاشتو کې ارزونه کېږي چې ایا د کار شېوه سمه ده یا له سره کتنه پرې وشي؟
محمد اشرف غني وویل، د اداري فساد پر ضد مبارزه یو سیاسي اقدام نه دی او دې مبارزې سره باید سلیقوي چلند ونه شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، تېر کال د ۲۲ فيصده عوایدو د زیاتوالي شاهدان وو او اوس د حكومت اراده داده چې د بروکسل ناستې ته له تلو د مخه په بېلابېلو برخو کې عملي ګامونه واخلي.


