امنیتي چارواکي د غزني د قره باغ او مقر ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې د یوه سرګروپ په ګډون ۱۲ وسله والو او دریو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل کلید ته وویل، ګڼ شمېر وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند قره چي سیمې ته څېرمه د پولیسو پر یوې پوستې ډله يیز برید کړی و، چې د امنيتي ځواكونو له كلك مقاومت سره مخ شوي دي. امنیتي چارواکي د غزني د قره باغ او مقر ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې د یوه سرګروپ په ګډون ۱۲ وسله والو او دریو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل کلید ته وویل، ګڼ شمېر وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند قره چي سیمې ته څېرمه د پولیسو پر یوې پوستې ډله يیز برید کړی و، چې د امنيتي ځواكونو له كلك مقاومت سره مخ شوي دي.
د امرخېل په خبره، په دغه نښته کې د عبید په نامه د وسله والو د یوه سرګروپ په ګډون ۳ وسله وال وژل شوي، پنځه وسله وال او درې پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي.
امنیه قومندان دغه راز زیاته کړه، تېره شپه د دې ولایت د مقر ولسوالۍ په خيړۍ سیمه کې هم د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د امرخېل په وینا د مقر په نښته کې امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د دغو پیښو په اړه څه نه دي ویلي


