ads

هسكه مېنه او كوټ كې ځانګړي عمليات، ۳ داعشيان مړه، ۴ بنديان

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په کوټ او هسکې مینې ولسوالیو کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال درې داعش وسله وال وژل شوي او څلور ژوندي نيول شوي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته تاييد كړه چې بيګا شپه د کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو په بیلابیلو […]

نویسنده: TKG
6 زمری 1395
هسكه مېنه او كوټ كې ځانګړي عمليات، ۳ داعشيان مړه، ۴ بنديان

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په کوټ او هسکې مینې ولسوالیو کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال درې داعش وسله وال وژل شوي او څلور ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته تاييد كړه چې بيګا شپه د کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې د هوایي او ځمکنیو علمیاتو پرمهال درې داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په کوټ او هسکې مینې ولسوالیو کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال درې داعش وسله وال وژل شوي او څلور ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته تاييد كړه چې بيګا شپه د کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې د هوایي او ځمکنیو علمیاتو پرمهال درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
خوږیاڼی وایي، په دغو ځانګړو عملياتو كې څلور نور وسله وال له وسلو سره یو ځای ژوندي نیول شوي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA