د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې په ننګرهار ولايت کې يې د داعش ډلې ماين جوړونکى نيولى دى.
د ملي امنيت عمومي رياست لخوا کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغه رياست موظفينو ياد کس د کامې ولسوالۍ په وټپور سيمه کې د عملياتو پر مهال نيولى دى. د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې په ننګرهار ولايت کې يې د داعش ډلې ماين جوړونکى نيولى دى.
د ملي امنيت عمومي رياست لخوا کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغه رياست موظفينو ياد کس د کامې ولسوالۍ په وټپور سيمه کې د عملياتو پر مهال نيولى دى.
خبر پاڼه کاږي، نيول شوی کس عزيز الله نوميږي او د داعش ترهګرې ډلې غړی دی .
خبرپاڼه وايي، له نيول شوي کس سره دوه کړۍ ماينونه، ۱۲کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او ځينې تبليغاتي مواد هم نيول شوي دي.
دا عش ډلې تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.


