ads

غزني: ۴ تنه د تروريستي بريدونو او ۳ نور د جنايي پېښو په تړاو نيول شوي

امنیتي چارواکي وایي، په غزني کې یې له تېرې یوې اوونۍ راهیسي څلور تنه د تروریستي او ۳ تنه د جنایې جرمونو په تړاو نیولي دي.د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پولیسو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې هغه څلور تنه نیولي، چې […]

نویسنده: TKG
6 زمری 1395
غزني: ۴ تنه د تروريستي بريدونو او ۳ نور د جنايي پېښو په تړاو نيول شوي

امنیتي چارواکي وایي، په غزني کې یې له تېرې یوې اوونۍ راهیسي څلور تنه د تروریستي او ۳ تنه د جنایې جرمونو په تړاو نیولي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پولیسو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې هغه څلور تنه نیولي، چې د دې ولایت په مرکز، مقر او اندړو ولسوالۍ کې یې له بې غږه تمانچو څخه په استفاده امنیتي منسوبین په نښه کول. امنیتي چارواکي وایي، په غزني کې یې له تېرې یوې اوونۍ راهیسي څلور تنه د تروریستي او ۳ تنه د جنایې جرمونو په تړاو نیولي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پولیسو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې هغه څلور تنه نیولي، چې د دې ولایت په مرکز، مقر او اندړو ولسوالۍ کې یې له بې غږه تمانچو څخه په استفاده امنیتي منسوبین په نښه کول.
نوموړي زیاته کړه، په دې ډله کې یې د وسله والو طالبانو د یوه قومندان ملا وکیل زوی ملا فرید هم نیولی، چې دوه کاله مخکې یې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازې فریبا کاکړ په تښتونه کې هم لاس درلود.
امرخیل دغه راز وایي، په نیول شویو کسانو کې درې تنه په جنايي جرمونو كې ښكېل دي: (( درې تنه چې د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دوو یې د پولیسو له جامو څخه په استفاده غلاوې او قتلونه کول او یو تن يې هم د خپلې ښځې د وژلو په تور نیول شوی دی.))
د امرخیل په وینا پولیسو په دې وروستیو کې د تروریستي او جنایې پیښو د مخنیوي او د عاملینو د نیولو په موخه خپلې هلې ځلې چټکې  کړې دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د خپلو اړونده کسانو د نیول كېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA