د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي وايي، د دې ولايت هر ولسوال له دې وروسته مکلف دی چې په خپله ولسوالۍ كې يو د نجونو ښوونځی فعال کړي.
شمسي د ښې حکومتولۍ په غونډه کې ولسوالانو ته امر وکړ چې په خپلو ولسوالیو کې د نوي تعليمي کال تر پيلېدو پوري يو- يو د نجونو ښوونځی فعال کړي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولايت مرستيال والي عبدالعلي شمسي د پوهنې ریاست ته دنده وسپارله چې په ټولو ولسوالیو کې دې د نجونو ښوونځيو لپاره درسي مواد، قرطاسیه، ښوونکي او نور لازم امکانات چمتو کړي. د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي وايي، د دې ولايت هر ولسوال له دې وروسته مکلف دی چې په خپله ولسوالۍ كې يو د نجونو ښوونځی فعال کړي.
شمسي د ښې حکومتولۍ په غونډه کې ولسوالانو ته امر وکړ چې په خپلو ولسوالیو کې د نوي تعليمي کال تر پيلېدو پوري يو- يو د نجونو ښوونځی فعال کړي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولايت مرستيال والي عبدالعلي شمسي د پوهنې ریاست ته دنده وسپارله چې په ټولو ولسوالیو کې دې د نجونو ښوونځيو لپاره درسي مواد، قرطاسیه، ښوونکي او نور لازم امکانات چمتو کړي.
د سرچينې په حواله غونډې ته په كندهار كې د GPE ښوونيز پروګرام مسوول وویل، د پوهنې نړيوال ګډون په نوم پروګرام يې په ۵۹ هیوادونو کې پلی کړی چې په دې ليست كې افغانستان ۴۹ م مقام لري.
د دې پروګرام هدف دا دی چې له تعلیمي پلوه د وروسته پاتي هیوادونو پوهنیزه کچه لوړه شي.
د خبرپاڼې په قول شمسي په دې غونډه كې دا ټينګار هم وكړ چې هیڅ داسې پروژه باید پلې نه شي چې له اړوندو ادارو سره په ګډ تفاهم نه وي ډیزاین شوې.
نوموړي له ولسوالانو څخه مننه وکړه چې تر خپله وسه د امنیت ساتلو هڅه کوي او خلکو ته خدمات رسوي.


