شمالي كوريا امريكا ته يو وار بيا ګواښ كړى چې پر دغه هېواد د نويو اقتصادي بنديزونو لګولو له كبله دې د درنې بيې پرې كولو ته تيار وي.
د شمالي كوريا خارجه وزير ري يونګ د اسيايي هېواد لاووس په پايتخت كې يوې امنيتي غونډې ته په وينا كې دغه ګواښ كړى او ويلي يې دي، كه امريكا يې پر هېواد نوي اقتصادي بنديزونه ولګوي نو شمالي كوريا هم چمتو ده تر څو نړۍ ته وښيي چې كه يو هېواد بل كوچني هېواد ته له حده زياتې ستونزې جوړې كړي نو پخپله هم خوندي نه شي پاتې كېداى. شمالي كوريا امريكا ته يو وار بيا ګواښ كړى چې پر دغه هېواد د نويو اقتصادي بنديزونو لګولو له كبله دې د درنې بيې پرې كولو ته تيار وي.
د شمالي كوريا خارجه وزير ري يونګ د اسيايي هېواد لاووس په پايتخت كې يوې امنيتي غونډې ته په وينا كې دغه ګواښ كړى او ويلي يې دي، كه امريكا يې پر هېواد نوي اقتصادي بنديزونه ولګوي نو شمالي كوريا هم چمتو ده تر څو نړۍ ته وښيي چې كه يو هېواد بل كوچني هېواد ته له حده زياتې ستونزې جوړې كړي نو پخپله هم خوندي نه شي پاتې كېداى.
ري يونګ په واضحو ټكو ويلي، كه پر شمالي كوريا نوي اقتصادي بنديزونه وضع شي نو امريكا دې هم د دې په بدل كې د درانه قيمت ادا كولو ته چمتو واوسي.
شمالي كوريا دا لومړى ځل نه دى چې امريكا ته ګواښ كړى دى، بلكې تر دې وړاندې يې هم پر امريكا د اټومي توغندي د كارولو ګواښ كړى خو ملګرو ملتونو بيا د دغه هېواد د اټومي پروګرام له كبله پيونګ يانګ په پرله پسې ډول تر اقتصادي بنديزونو لاندې نيولى.


