ads

د کندهار والي: مرستندويه موسسې دې اغېزناکې او اوږد مهالې پروژې پلې کړي

د کندهار والي همايون عزيزي پرون ولايتي پرمختيايي کمېټې ته وويل، چې مرستندويه موسسې دې خپله کومکي بوديجه په اوږد مهاله او اساسي پروژو ولګوي، ترڅو دايمي اغېز ولري.د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي، چې په تېرو پنځلسوکلونو کې د مرستو په […]

نویسنده: TKG
6 زمری 1395
د کندهار والي: مرستندويه موسسې دې اغېزناکې او اوږد مهالې پروژې پلې کړي

د کندهار والي همايون عزيزي پرون ولايتي پرمختيايي کمېټې ته وويل، چې مرستندويه موسسې دې خپله کومکي بوديجه په اوږد مهاله او اساسي پروژو ولګوي، ترڅو دايمي اغېز ولري.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي، چې په تېرو پنځلسوکلونو کې د مرستو په نوم ميليونونه ډالر ولګول شول، خو د خلکو پر ژوند يې هېڅ بنسټيز اغېز ونه کړ. د کندهار والي همايون عزيزي پرون ولايتي پرمختيايي کمېټې ته وويل، چې مرستندويه موسسې دې خپله کومکي بوديجه په اوږد مهاله او اساسي پروژو ولګوي، ترڅو دايمي اغېز ولري.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي، چې په تېرو پنځلسوکلونو کې د مرستو په نوم ميليونونه ډالر ولګول شول، خو د خلکو پر ژوند يې هېڅ بنسټيز اغېز ونه کړ.
د نوموړي په وينا، که نړيواله ټولنه او مرستندويه ادارې غواړي له دوى سره واقعي مرسته وکړي، نو بايد خپل امکانات په هغه څه ولګوي، چې د خلکو بنسټيزې او لومړنۍ اړتيا وي.
په خبرپاڼه کې د كندهار د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي له قوله ويل شوي، د چابهار بندر له لارې د لندې او وچې مېوې صادرات پيل شوي، چې په دې سره به د خپلو صادراتو لپاره يو بل مارکېټ هم پيدا کړي.
د رحيمي په وينا، په راتلونکي ۱۳۹۶ کال کې ۹۷ او په ۱۳۹۷ كال کې ۷۵ پروژې وړانديز شوې دي، چې له درې کلن انکشافي پلان سره سمې به پر مخ يووړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA