د خوست د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۲۴۱ تنه پولیس له دوو میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول چې د چارواكو په وينا د خوست په مركز او ولسواليو كې په بېلا بېلو دندو وګمارل شي.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وایي، د پولیسو له مرکز څخه په ۱۱ مه دوره کې یادو فارغو پولیسو ته هر اړخیزې زده کړې ورکړل شوي او اوس دوى كولى شي چې د خلکو د امنیت ساتلو لپاره دندو ته ستانه شي. د خوست د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۲۴۱ تنه پولیس له دوو میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول چې د چارواكو په وينا د خوست په مركز او ولسواليو كې په بېلا بېلو دندو وګمارل شي.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وایي، د پولیسو له مرکز څخه په ۱۱ مه دوره کې یادو فارغو پولیسو ته هر اړخیزې زده کړې ورکړل شوي او اوس دوى كولى شي چې د خلکو د امنیت ساتلو لپاره دندو ته ستانه شي.
قومندان زياته كړه، پولیس هڅه کوي چې د خلکو د سر او مال په ساتلو کې شپه او ورځ په ځان یوه کړي او د دوی امنیت خوندي کړي.
بلخوا د خوست ولایت مقام مرستیال شیر بادشاه اورګونی په پولیسو غږ کوي چې خپل دروند مسوولیت په پوره صداقت ترسره کړي او د خلکو د ښېرازۍ لپاره هڅې وکړي: (( ځكه همدا پولیس دي چې په دې حساسو شرایطو کې یې د خلکو دساتنې دنده اخیستې ده.))
اخوا له روزنیز مرکز څخه تازه فارغ شوي پولیس خپلو دندو ته لیواله ښكارېدل او ژمنه يې وكړه چې د سر په قربانۍ به د خپلو خلکو او هېواد ساتنه کوي.
د فارغو شويو پوليسو له ډلې ګڼو يې كليد ته وويل، د روزنې په یاده دوره کې یې ټول هغه مهارتونه زده کړي چې په نظامي برخه کې ورته اړتیا لیدل کیږي.
د یادونې ده چې د خوست له روزنیز مرکزه پخوا هم ګڼ شمېر پولیس فارغ شوي خو کتونکي په دې نظر دي چې که د دوی د رزونې موده له دې هم اوږده شي نو له ټولو جنګي تکتیکونو او اصولو سره به بلد شوي وي.


