ads

حنيف اتمر: روسيې ته له افغانستان سره د نظامي مرستو غوښتنليك سپارلى

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر له خپل روسیي سیال سره په کتنه کې د افغان ځواکونو د تجهیز په اړه د هغه هیواد د مرستې غوښتنه کړې ده.محمد حنیف اتمر چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د روسیې د ملي امنیت د سلاکار په بلنه دغه هیواد ته سفر […]

نویسنده: TKG
6 زمری 1395
حنيف اتمر: روسيې ته له افغانستان سره د نظامي مرستو غوښتنليك سپارلى

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر له خپل روسیي سیال سره په کتنه کې د افغان ځواکونو د تجهیز په اړه د هغه هیواد د مرستې غوښتنه کړې ده.
محمد حنیف اتمر چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د روسیې د ملي امنیت د سلاکار په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی، پرون یې له خپل سيال نیکولای پیتروشیف سره وکتل. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر له خپل روسیي سیال سره په کتنه کې د افغان ځواکونو د تجهیز په اړه د هغه هیواد د مرستې غوښتنه کړې ده.
محمد حنیف اتمر چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د روسیې د ملي امنیت د سلاکار په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی، پرون یې له خپل سيال نیکولای پیتروشیف سره وکتل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ نن کلید ته وویل، چې حنيف اتمر له پتروشيف سره په كتنه كې چې د روسیې د امنیتي او دفاعي سکتور مشران هم حاضر و، د افغان ځواکونو د تجهیز غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، د ملي امنیت مشاور روسيي چارواکو ته د مي ۱۷ او مي ۳۵ الوتکو او افغان ځواکونو لپاره د مهماتو د ورکړې غوښتنلیک وسپاره او هغوی یې په اړه بررسۍ پیل کړې دي: (( په څو مهمو برخو كې بحثونه شوي، د افغان ځواكونو په خاص ډول د هوايي ځواكونو لپاره د چورلكو د فراهم كولو او امنيتي ځواكونو لپاره د مهماتو يو غوښتنليك هم روسي چارواكو  ته سپارل شوى چې هغوى پرې بررسي شروع كړې ده.))
د یادولو وړ ده، چې تر دغې کتنې وروسته پرون د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار نیکولای پیتروشیف په یوې خبري غونډه کې اعلان كړه چې افغانستان او روسیه خپلو کې امنیتي همکارۍ زیاتوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA